تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
طالبان: روسیې سره مو د ارزانه سونتوکو او غنمو پېرلو یو کلن قرارداد لاسلیک کړی
افغان طالبانو ویلي، د ارزانه خو باکیفیته لومړنیو موادو د سرچینو د لټون پایله کې دوی له روسیې سره تر خبرو وروسته د راتلونکي یوه کال لپاره له روسیې د غنمو او سونتوکو د بېرلو هوکړه کړې ده.
ذبیح الله مجاهد ویلي، تر راتلونکو څو اونیو پورې به د دې توکو جوپې په ازمېښتي ډول افغانستان ته راوړل شي.
نوموړي پر ټویټر د طالبانو د اقتصاد وزارت یوه خبرپاڼه خپره کړې چې وايي، په تېره سرطان/چنګاښ میاشت کې د اقتصاد وزارت او روسي چارواکو ترمنځ خبرې پیل شوې وې.
طالبان وايي، د افغانستان له نورو سوداګریزو شریکانو او خصوصي سکتور سره هم د ورته معاملې لېوالتیا لري چې د افغانانو د اقتصاد او وس مطابق د ژوند د لومړنیو توکو برابرولو برخه کې همکاري وکړي.
د طالبانو حکومت د سوداګرۍ او صنایعو وزارت سرپرست نور الدین عزیزي ویلي چې له روسیې سره یې له دغه هېواده د تېل، ګاز او غنمو پېرلو لنډمهاله هوکړه لاسلیک کړې ده.
له دې وړاندې رویټرز خبري اژانس د ښاغلي عزیزي له خولې لیکلي وو چې روسیې د طالبانو حکومت ته له اوسط نړیوال نرخه په ارزانه د توکو ورکولو وړاندیز کړی دی.
نوموړي رویټرز ته ویلي وو چې حکومت یې غواړي خپل سوداګریز ملګري ډېر کړي او په یوه یا څو مشخصو هېوادونو متکي پاتې نه شي.
د طالبانو سوداګرۍ وزیر ویلي دا مهمه هوکړه اوس تر یوې نامشخصې ازمېښتې دورې دوام کوي او که دواړه خواوې یې له وضعیت راضي وې نو وروسته به اودمهاله تړون لاسلېکېږي.
رویټرز دا تېر کال افغانستان کې واک ته له رسېدو راوروسته د طالبانو حکومت لخوا بهر سره لومړۍ مالومه ستره اقتصادي هوکړه بللې او ویلي چې دا به طالبان سره د هغې انزوا نرمېدو کې مرسته وکړي چې له نړیوال بانکي سیستم سره یې د دوی اړیکې په بشپړ ډول پرې کړې دي.
د طالبانو حکومت یوه تخنیکي پلاوي څو اوونۍ مسکو کې له چارواکو سره پر دغه تړون کار کړ ی دی.
دا پلاوی تېره میاشت له ښاغلي عزیزي سره د روسیې د سفر ملګری و.
دغه خبري اژانس وايي چې د روسیې د انرژۍ او کرنې وزارتونو یې هم د دې هوکړې په اړه نظر غوښتی خو ځواب یې نه دی ترلاسه کړی.
همدا راز د روسیې د مرستیال لومړي وزیر الکساندر نوواک هم چې د تېلو او ګازو د اړوند چارو مسوولیت ورترغاړې دی، په دې اړه ځواب نه دی ویلی.
د روسیې په ګډون د نړۍ یوه هېواد هم تر اوسه د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.
خو روسیه له هغو ګوتو شمار هېوادونو ده چې کابل کې یې سفارت فعال دی او طالبانو سره ښه راشه درشه کوي.
هوکړه کې څه شامل دي؟ روسیې ته به پسې څنګه ورکول کېږي؟
نور الدین عزیزي وايي د دې هوکړې له مخې به روسیه په کلني ډول افغانستان ته یو میلیون ټن پېټرول، یو میلیون ټن ډیزل، ۵۰۰ زره ټنه مایع (اېل پي جي) ګاز او دوه میلیون ټنه غنم برابروي.
دغه توکي به د موټر او اورګاډو په وسیله افغانستان ته لېږدول کېږي.
د طالبانو د سوداګرۍ او صنایعو وزارت سرپرست د دغو توکو د بیو او روسیې ته یې د پیسو ورکړې د څرونګوالي په اړه د جزیاتو له شریکېدو انکار کړی.
د یادونې ده چې روسیه او طالبان دواړه د امریکا او لویدېځ له بندیزونو سره مخ دي نو دا هوکړه به له نږدې څاري.
د دغو بندیزونو په لړ کې د افغانستان بانک شاوخوا ۷ نیم میلیارد ډالره شتمني هم د امریکا لخوا کنګل شوې چې د طالبانو حکومت او خصوصي سکتور ته یې سوداګري او راکړه ورکړه ستونزمنه کړې ده.
امریکا تېره اوونۍ وویل چې له دغو پیسو به نږدې نږدې نیمايي د سویس یوه بانک ته ولېږدول شي، خو طالبانو دغه ګام سره مخالفت کړی دی.
لوېدیځ دیپلوماتان وايي طالبان باید د بشري حقونو او په ځانګړې توګه له ښځو سره چلن ښه او نړیوالو ترهګرو ډلو سره اړیکې پرې کړي.