تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
قاضۍ ته د سپکاوي قضیه کې د عمران خان بخښنې غوښتنه د ډاډ وړ بلل شوې
د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد عالي محکمې یوه پنځه کسیز پلاوي د مخکیني لومړي وزیر او تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان له لوري د بخښنې غوښتنو په هکله بیان د ډاډ وړ بللی.
محکمې د پرون ورځې په اورېدنه کې د عمران خان له لوري محکمې ته د سپکاوي لړ کې له ښځینه قاضۍ د عمران خان بخښنې غوښتلو له وړاندیز وروسته د نوموړي تورنولو پرېکړه و نه کړه.
تېر ځل محکمې ته په دې لړ کې د عمران خان له وړاندې کېدو وروسته محکمې د نوموړي بیان د ډاډ وړنه باله او په پام کې وه، چې تېره ورځ به یې رسماً تورن کړي.
پرون محکمې ته د ښاغلي خان له وړاندې کېدو سره سم د نوموړي وکیل وویل، موکل یې غواړي یو څه ووايي او کله چې محکمې اجازه ورکړه، ښاغلي خان وویل، چمتو دی چې له قاضۍ شخصا بخښنه وغواړي.
د پاکستان دغې محکمې د نوموړي د څرګندونو ستاینه وکړه او د هغه رسماً تورنول یې وځنډول.
وروسته د پاکستان قاضي القضات اطهر من الله په مشرتابه منصفه پلاوي په خپله لیکلې پرېکړه کې د بخښنې په تړاو د ښاغلي خان پر څرګندونو د ډاډ تر څنګ وویل، نوموړی باید د اکتوبر له دریېمې مخکې حلفي بیان محکمې ته ورکړي.
د محکمې په حکم کې راغلي د عمران خان پر حلفي بیان به غور وشي.
په محکمه کې تر حاضرېدو وروسته ښاغلي خان له خبریالانو سره په لنډو خبرو کې وویل، د ده جګړه له محکمې سره نه ده.
عمران خان وايي:"زما د حقیقي خپلواکۍ جګړه د مافیاو پر ضد ده، نه د محکمې پر ضد."
د یادونې ده، چې رسماً د ښاغلي خان تورنولو موضوع تر اکتوبر دریېمې پورې ځنډول شوې.
ښاغلي خان د تېرې اګست میاشتې پر شلمه نېټه په اسلام اباد کې یوې غونډې ته وینا کې ویلي وو، چې له هغې قاضۍ سره به ګوري او پر ضد يې قانوني ګام اخلي، چې د ده په خبره د دوی د ګوندي ملګري شهباز ګېل قضیې اورېدنه يې کړې ده.
تر هغه وروسته پر نوموړي د ترهګرۍ ضد قانون د مادو له مخې د پولیسو رپوټ هم ثبت شوی و، چې د پولیسو په خبره قاضۍ ته يې ګواښ کړی و.