عمران خان قاضۍ ته د سپکاوي قضیه کې محکمې ته ورغوښتل شوی

د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد عالي محکمې د دې هېواد پخوانی لومړی وزیر او د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان یوې قاضۍ ته د ګواښ قضیه کې د سپیناوي لپاره غوښتی.

د سې شنبې پر ورځ محکمې ته د عمران خان له لوري د سپکاوي یوه قضیه کې د دریو قاضیانو یوه یوه پلاوي عمران خان ته امر کړی، چې د روانې اګست میاشتې پر ۳۱ مه محکمې ته حاضر شي.

محکمې د پاکستان له سترې محکمې هم غوښتي چې دې لړ کې له محکمې سره مرسته وکړي. د دې قضیې لپاره ګومارل شوي قاضي محسن اختر کیاني د څارنوالۍ هغو څرګندونو په ځواب کې چې وايي، عمران خان د ټاکنو کمېسیون، او ښځینه قاضۍ پر ضد د دې ډول څرګندونو له لارې غواړي د انصاف د لارې خنډ شي، وویل، له یوه داسې سیاسي مشره چې یو وخت لومړی وزیر و، د داسې څرګندونو تمه نه کېږي.

قاضي زیاته کړه: ''یوې ښځینه او د لومړي کتار قاضۍ ته ګواښ شوی، او که داسې چاپېریال جوړېږي، نو کار خو به نه کېږي. ''

له دې مخکې پرون د اسلام اباد عالي محکمې د ترهګرۍ قضیه کې د عمران خان دری ورځنی ضمانت ومانه خو نوموړي ته يې د راتلونکې پنجشنبې پر ورځ محکمه کې د حاضرېدو امر وکړ.

د ضمانت غوښتنه د هغه وکېلانو بابر اعوان او فیصل چودري دوشنبه سهار دې محکمې ته سپارلې وه.

پر ښاغلي خان وړمه ورځ یوه قاضي 'علي‌ جاوېد' د مارګلې تاڼه کې عریضه کړې وه.

دغه قاضي تور پورې کړی چې ګوندې عمران خان د خپلو ملاتړو یوې جلسې ته په ویناو کې پولیس او قضايي چارواکي ګواښلي او له خپل مسوولیته یې د هغوی د راګرځولو لپاره پرې فشار راوستی دی.

له دې سره هممهاله د اسلام اباد عالي محکمې د عمران له خوا د يوې ښځينه قاضۍ زيبا چوهدري په ضد د سپکاوي قضيې د پيلولو پرېکړه کړې وه.

د پاکستان قانوني ماهرین په دې هکله وايي، د قانون له مخې دا ډول امر د محکمې له امر منلو د سرغړاوي، او محکمې ته د درناوي نه کولو په صورت کې او یا هم قاضیانو ته د ګواښ کولو په صورت کې کېږي.