د ترهګرۍ قضيه کې د عمران خان ضمانت وشو خو ښځينه قاضۍ ته د سپکاوي قضيه يې پيلېږي

د اسلام اباد عالي محکمې د تحریک انصاف ګوند د مشر او مخکیني لومړي وزیر عمران خان دری ورځنی ضمانت منلی خو نوموړي ته يې د راتلونکې پنجشنبې په ورځ محکمه کې د حاضرېدو امر کړی.

د ضمانت غوښتنه د هغه وکېلانو بابر اعوان او فیصل چودري دوشنبه سهار دې محکمې ته سپارلې وه.

دا په داسې حال کې ده چې د اسلام اباد پولیسو د عمران خلاف د ترهګرۍ ضد قانون د موادو له مخې دوسیه پرانیستې.

پر هغه تېره ورځ یوه قاضي 'علي‌ جاوېد' د مارګلې تاڼه کې عریضه کړې وه.

دغه قاضي تور پورې کړی چې ګوندې عمران خان د خپلو ملاتړو یوې جلسې ته په ویناو کې پولیس او قضايي چارواکي ګواښلي او له خپل مسوولیته یې د هغوی د راګرځولو لپاره پرې فشار راوستی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د اسلام اباد عالي محکمې د عمران له خوا د يوې ښځينه قاضۍ زيبا چوهدري په ضد د سپکاوي قضيې د پيلولو پرېکړه کړې ده.

په دې لړ کې درې کسيزه ډله جوړه شوې چې سبا سې شنبې به د عمران خان خلاف محکمې ته د سپکاوي قضيه پيل کړي.

عمران خان د يکشنبې په ورځ اسلام اباد کې د يوې جلسې پر مهال د زيبا چوهدري خلاف له سپکاوي ډکه ژبه کارولې وه.

تر دې قضیې وروسته اسلام اباد کې د پولیسو لخوا د عمران خان د نیولو د هڅو ګنګوسې خپرې شوې.‌

په دې لړ کې د هغه تحریک انصاف ګوند یوه مرکزي مشر فواد چودري هم د ټویټر یوه پیغام کې د دغه ګوند له غړو او ملاتړو غوښتي چې د عمران خان استوګنځي 'بني ګاله' ته ځانونه ور ورسوي.

د هغه تر پوست وروسته د پاکستان تحریک انصاف ګوند بېلابېل مشران د عمران خان د اوسېدو ځای ته ورغلل او ګڼ پلویان یې بېلابېلو ښارونو کې واټونو ته راووتل.‌

بلخوا د اسلام اباد پولیسو بیا وویل چې د مخکیني لومړي وزیر د نیولو امر ورته نه دی شوی او نه یې هم څوک نیولو لپاره استوګنځي ته ورلېږلي دي.‌

که څه هم رپوټونه وايي پولیسو‌ د عمران خان د استوګنځي‌ شاوخوا لارې تړلې او عامو خلکو ته د تګ راتګ اجازه نه ورکوي، خو د مارګلې تاڼې چارواکو د نوم نه خپرېدو په شرط د بي بي سي حمیرا کنول ته ویلي چې تر اوسه د مخکیني لومړي وزیر د نیولو حکم ورته نه دی شوی او که امر ترلاسه کړي، عمل به پرې وکړي.‌

عمران خان وروستیو جلسو کې څه ویلي؟

عمران د شنبې پر شپه په اسلام اباد کې یوې جلسې ته د وینا پر مهال د ده د تحریک انصاف ګوند له یوه مشر "شهباز ګل" سره د زور زیاتي د ادعاو یادونه وکړه او د پلازمېنې اسلام اباد د پولیسو او قضا خلاف یې سترې محکمې ته د عریضې ګواښ وکړ.

هغه ویلي و چې "شهباز ګل سره یې د دې لپار زور زیاتی کړی چې وښيي موږ له قانون پورته یو. موږ چې څه وغواړو کولی یې شو - دا د وېرولو هڅه ده چې ټول یې وګوري او وډارېږي."

د یادونې ده چې پاکستان کې د برېښنايي رسنیو د مقرراتو تنظیم ادارې 'پیمرا' له دغو څرګندونو وروسته د رسنیو لخوا په ژوندۍ بڼه د عمران خان د ویناو پر خپرېدو بندیز اعلان کړ.

دې ادارې یوه اطلاعیه کې عمران خان تورن کړی چې ګوندې کرکه خپروي او امنیت خرابوي.‌

خو عمران خان د یکشنبې پر ورځ هم د راولپنډۍ لیاقت باغ کې د خپلو پلویانو یوې نسبتآ سترې غونډې ته وینا کې پر پوځ، پولیسو،‌ قضا او حکومت نیوکو ته دوام ورکړ.

عمران خان ادعا وکړه چې د ده حکومت د دې لپاره راوپرځول شو چې ګوندې نه یې غوښتل د پاکستان فضا د امریکا لخوا افغانستان کې اقداماتو لپاره وکارول شي.

نوموړي وویل: "نه مې غوښتل چې امریکا زموږ له فضا افغانستان کې څه اقدامات وکړي. نه مې غوښتل زموږ هېواد په دې کې ښکېل شي. ما داسې بهرنۍ پالېسي‌ غوښته چې زما د خلکو ګټه پکې وي."

هغه زیاته کړه پوهېږي چې همدا اوس یې پر خلاف پټې توطیې روانې دي‌ او ګوندې هڅه کېږي چې زندان ته واچول شي.

عمران خان د پاکستان له پوځ وغوښتل چې خپله بې طرفي په واقعي مانا وساتي‌ او د ده خلاف د دسیسو په ملاتړ سره پاکستان د تباهۍ کندې ته ټېل نه وهي.‌

هغه خبرداری ورکړ چې که پر ده د فشار اچولو هڅه وشي، نو پاکستان به د شري لنکا پر برخلیک اخته شي.