ګوتېرش له اوکرایین او روسیې د خوراکي‌ توکو صادرېدو لپاره نړیواله همکاري وغوښته

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرش د دې ډاډمنېدو کې د نړیوالې همکارۍ غوښتنه کړې چې د روسیې خوراکي توکي او کیمیاوي سره او همدا راز د اوکرایین غلې دانې نړیوالو مارکېټونو ته ورسېږي.

ښاغلي ګوتېرش دا څرګندونې د ترکیې استانبول کې کړې دي.

ترکیه دمګړۍ د دې پر همغږۍ بوخته ده چې له اوکرایین د تورې بحېرې له لارې د غلو صادرات بېرته پیل شي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي د انقرې دا هڅې بشریت لپاره مهمې بللې او ستایلې دي. خو ترڅنګ یې پر دې هم ټینګار کړی چې نړۍ کې د خوراکي توکو بیو ټیټېدو لپاره له روسیې هم د دغو توکو د صادراتو پیلېدل اړین دي.‌

ښاغلی ګوتېرش تر ترکیې وړاندې اوکرایین ته تللی او هلته یې د دغه هېواد اوترکیې له ولسمشرانو سره لیدلي و.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان هم پر اوکرایین د روسیې له یرغل را وروسته په لومړي ځل دغه هېواد ته تللی و.‌

ولودومیر زېلېنسکي له هغه او ښاغلي ګوتېرش سره له دغه هېواده د غلو دانو د صادراتو پر بیا پیلېدو خبرې وکړې.

روسیې دې ته غاړه ایښې چې د اوکرایین له بندرونو د ترکیې او ملګرو ملتونو تر څارنې لاندې د غلو صادراتو بیا پیلېدو ته اجازه ورکړي.

اوکرایین د نړۍ په کچه د غلو دانو ستر صادرونکی دی، خو د روسیې د یرغل له کبله یې دا صادرات ټکني شوي دي.

له اوکرایینه د غلو د صادراتو درېدو د نړۍ لروبر د خوراکي توکو کمښت او لوږې سره د میلیونونو کسانو د مخامخېدو خطر پېښ کړی.‌

له اوکرایین د غنمو صادراتو درېدو له کبله نړۍ کې د خوراکي توکو بیې هم پام وړ لوړې شوې.