اوکرایین جګړه؛ د خوړو نړیوال پروګرام د بیو لوړېدو خبرداری ورکړ

    • Author, ټام کاوناغ
    • دنده, بي بي سي

د خوړو نړیوال پروګرام ادارې مشر ډیوډ بیاسلې وايي، اوکرایین کې کړکېچ په نړیواله کچه د خوراکي توکو بیو لوړېدو لامل کېدای شي، چې په وینا یې پر بیوزله هېوادونو به یې اغېز د نورو پرتله ډېر وي.

د یادونې ده، چې روسیه او اوکرایین دواړه د یو شمېر خوراکي توکو تر ټولو لوی صادرونکي دي او د اوسني کړکېچ له کبله وار له مخه د غلو، دانو محصولات او کرکیله اغېز من شوي، چې له کبله یې بیې هم لوړې شوې دي.

ښاغلی بیاسلې وايي، له همدې کبله د نړۍ په لر او بر کې ډېر خلک له لوږې سره د مخامخېدو له خطر سره مخامخ دي.

روسیه او اوکرایین چې یو وخت ''د اروپا کندو '' بلل کېدل، د نړۍ غنمو له څلورو برخو یوه صادروله، او دغه راز یې د تېلو او دانو په بڼه د لمرګي محصولاتو کچه د ټولې نړۍ محصولاتو نیمايي ته رسېده.

اوکرایین د جوارو محصولاتو صادراتو کې هم مهم ځای لري.

ماهرین اوس خبرداری ورکوي چې د اوکرایین جګړه د غلو، دانو محصولات اغېزمنولای شي او په نړۍ کې ښايي د غنمو بیې ورسره دوه برابره ډېرې شي.

ښاغلي بیاسلې د بي بي سي په اقتصادي خپرونه کې د خبرو پر مهال وویل، د کورونا او اقلیمي بدلون له کبله ان د اوکرایین له جګړې مخکې څلور کاله موده کې د هغو خلکو شمېر چې له لوږې سره د مخامخېدو خطر سره لاس او ګرېوان دي، له اتیا میلیونو ۲۷۶ میلیونو ته رسېدلی دی.

نوموړي دا وضعیت ''په بشپړ ډول توپاني '' بللی دی.

نوموړی وايي، ځینې سیمې به له اوسني وضعیته ځکه تر نورو هم ښايي زیاتې اغېزمنې شي، چې له تور سمندر شاوخوا سیمې یې د خوراکي توکو واردولو ونډه زیاته ده.

نوموړي وویل: ''زه د لبنان، یمن، سوریې، تونس او داسې نورو او نورو هېوادونو نومونه دریادولای شم، چې د خوراکي توکو پنځوسه سلنه له اوکرایینه ترلاسه کوي. نو په اوسني وضعیت کې موږ داسې حال ته رسېدلي یو، چې د کندو په توګه ترې د اخیستلو پر ځای دې خلکو ته باید ډوډۍ ورکړل شي او دا یو برعکس واقعیت دی. ''

بل لور د کیمیاوي سرې او کرنیزو تولیداتو له لویو نړیوالو شرکتونو یوه 'یارا ' پر دوشنبه ویلي، د اوسني کړکېچ له کبله ښايي د دوی کاروبار هم اغېزمن شي، چې د خوراکي توکو بیې هم ورسره لوړېدای شي.

د ګاز عمده بیو له لوړېدو وروسته د کرنیزو کیمیاوي موادو بیې وار له مخه لوړې شوې دي.

روسیه دغه راز د پوټاش او پهوسپټ په څېر د کیمیاوي موادو تر ټولو لوی تولیدونکی هېواد دی، چې د کرنیزو محصولاتو ودې لپاره په کیمیاوي سره کې ترې ګټه اخیستل کېږي.