د اوکرایین د غلې لومړۍ بېړۍ لبنان ته پر لار د ترکیې اوبو ته رسېدلې

په پام کې ده چې د روسي او اوکراییني چارواکو یوه ډله د چارشنبې په ورځ استانبول ته څېرمه پر اوکرایین د روسي یرغل له وخته (فبروري ۲۴) راهیسې له اوکرایین د غلو د صادراتو لومړۍ جوپه وڅاري.

دا کار به د کېیف او مسکو ترمنځ په جولای میاشت کې د هوکړې له مخې کېږي چې هدف یې په نړیواله کچه د خوړو د کړکېچ مخنیوی دی.

د "رازوني" په نامه د غلو لومړۍ بېړۍ د سیرالیون تر بیرغ لاندې روانه شوې او د سې شنبې په ورځ د تور سمندر په اوږدو کې د استانبول شمالي سمندرغاړو ته رسېدلې ده.

دا بېړۍ په دوشنبه د اوکرایین له اودیسه بندر نه رووانه شوې چې ۲۶ زره ټنه غله پکې بار ده او د لبنان طرابلس ته ته ځي.

د ترکیې د دفاع وزارت ویلي، د چارشنبې په ورځ به دا بېړۍ د روسي او اوکراییني مفتشینو له خوا په بوسفورس تنګي کې کتل کېږي.

پر اوکرایین د روسیې له یرغل راهیسې د غلو بار بېړۍ روانه شوې، خو د اوکرایین په سوېل ختیځ بیردینڅک کې چې د روسانو لاس کې دی، تم شوې ده.

روسیې د اوکرایین پر بندرونو د تګ راتګ بندیز لګولی و، او له فبرورۍ راهیسې یې هر ډول صادرات درولي وو، په چې دې سره په نړۍ کې د خوړو د کموالي کړکېچ رامنځ ته شو.

خو تېره میاشت د ملګرو ملتونو او ترکیې په ملتیا د مسکو او کېیف ترمنځ یوه هوکړه وشوه چې یوځل بیا د اوکرایین په غلو دانو بار بېړیو صادراتو ته اجازه ورکړل شي.

اوکراییني چارواکو ویلي سمندري بېړۍ به یې د غلو دانو له دې بېړۍ سره په هغو اوبو کې ملتیا کوي، چې ماینونه پکې ځای پرځای شوي دي.

د اوکرایین ولسمشر ولودیمیر زېلېنسکي د سې شنبې په ماښام وینا کې وویل، غواړي د خپل هېواد د غلې صادرات په منظم ډول ولېږدي.

ده وویل: "زموږ هدف هرڅه تنظیمول دي: داسې چې بېړۍ له بندره وخوځېږي، نورې بېړۍ هم چمتو دي".

اوکراییني چارواکي وايي، په بندرونو کې یې د غلې بار ۱۷ نورې بېړۍ هم خوځېدو ته په تمه دي، خو لومړی به د رازوني په نامه بېړۍ په سلامتیا رسېدل وازمويي.

د ملګرو ملتونو د رپوټ له مخې، په ۲۰۱۹ کال اوکرایین د نړۍ په سلو کې ۱۶ د غنمو اړتیاوې او په سلو کې یې ۴۲ د لمرمخې غوړیو ضرورت پوره کاوه.