امریکا ته د چین خبرداری؛ تایوان ته به د پلوسي سفر ډېرې ناوړه پایلې ولري

تایوان ته د امریکا د استازو جرګې د مشرې نانسي پولسي د احتمالي سفر ګنګوسیو چین په غوسه کړی او سپینه ماڼۍ یې له جدي جیوپولیټیکي سرخوږي سره مخامخ کړې ده.

بېجېنګ خبرداری ورکړی چې که راتلونکو اوونیو کې دغه پلان شوی احتمالي سفر وشي،‌ نو واشنګټن به جدي پایلې وګوري.‌

نانسي پلوسي د استازو جرګې د مشرې په توګه له ولسمشر جو بایډن او د هغه له مرستیالې کماله هارېس وروسته د امریکا تر ټولو مهمه او جګپوړې سیاسي مشره ګڼل کېږي.

که هغه تایوان ته ولاړه شي، نو دا به تېرو ۲۵ کلونو کې دغه ټاپو ته چې ځان له چین خپلواک بولي، د یوې امریکایۍ مشرې لومړی سفر وي.‌

چین بیا تایوان د خپلې خاورې نه جلا کېدونکې برخه ګڼي‌ او دا احتمال یې هم نه دی رد کړی چې که دغه ټاپو یوه اړخیزه خپلواکي اعلان کړي، نو پر وړاندې به یې پوځي‌ ځواک وکارول شي.

د رپوټونه له مخې د جو بایډن ادارې هم هڅه کړې چې دا دیموکراته مشره له دغه سفر راوګرځوي.‌

د امریکا ولسمشر تېره اوونۍ خبریالانو ته وویل د پوځي‌ مشرانو په اند دا سفر ښه نظر نه دی.

خو سپینې ماڼۍ په ورته وخت کې د داسې احتمالي‌ سفر پر وړاندې د چین د خبرداري لهجه هم "بې ګټې او غیر ضرورې" بللې ده.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت بیا ویلي چې اغلې پلوسي تر اوسه د داسې کوم سفر اعلان نه دی کړی او د تایوان په تړاو د دوی دریځ هم نه دی بدل شوی.

پلوسي ولې غواړي تایوان ته ولاړه شي؟

د امریکا د دواړو سترو سیاسي ګوندونو ډیموکراتان او جمهوریپال د تایوان د ملاتړ په هکله یو لاس او یوه خوله دي.‌

نانسي پلوسي د امریکا کانګرس کې د خپلې ۳۵ کلنې مخینې پر مهال د چین سخته منتقده پاتې شوې.

هغې په وار وار د چین د بشري حقونو پر ریکارډ نیوکې کوې، له دېموکراسي پلوه مخالفانو سره یې ګوري، د هغوي غږ بدرګه کوي او ان په ۱۹۸۹ کال تیانانمن څلور لاره کې د ډله ییزې وژنې د قربانیانو په یاد دې ځای ته هم ورغلې ده.‌

ټاکلې وه هغه لا تېر اپرېل کې تایوان ته تللې وای خو سفر یې له دې کبله وځنډېد چې د کورونا معاینه یې مثبته راغله.

اغلې پلوسي تر اوسه د دغه سفر جزییات نه دي اعلان کړي خو تېره اوونۍ یې وویل "دا موږ ته مهمه ده چې تایوان سره ملاتړ وښیو."

چین ولې د دغه سفر مخالفت کوي؟

بېجېنګ تایوان د خپلې خاورې برخه ګڼي او په وار وار یې دا امکان مطرح کړی چې د اړتیا پر مهال به یې په زور تابع کړي.‌

چیني چارواکو تل هغه څه چې دوی یې د واشنګټن او تایپي‌ ترمنځ د ډېریدونکي دېپلوماتیک تعامل پراختیا بولې،‌ غندلي.

په دې کې تېره اپرېل میاشت تایوان ته د شپږو امریکايي قانون جوړونکو ناڅاپي‌ سفر هم شامل دی.

د چین بهرنیو چارو وزارت ویاند ژاو لیجیان د دوشنبې پر ورځ‌ خبردار ورکړ چې اغلې پلوسي د خپل دغه سفر پلان عملي کړي نو دوی هېواد به سخت او پرېکنده ګامونه واخلي.‌

هغه زیاته کړه چې د دغو جدي پایلو مسووله به بیا پخپله امریکا وي.

د چین د دفاع وزارت یو ویاند تر دې هم مخکې ولاړ او ویې ویل چې د دوی غبرګون ان ښایي پوځي‌ وي.

تان کېفي د چین ورځپاڼې ته ویلي "که امریکايی اړخ یې پر دوام ټینګار کوي، نو د چین پوځ به غلی پاتې نه شي،‌ بلکې د تایوان د خپلواکۍ لپاره به د هر ډول بهرنۍ لاسوهنې د لنډولو او د بېلتونپالنې هڅو شنډولو لپاره ګامونه پورته کړي."