تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د امریکا خبرداری؛ ایران غواړي د اوکرایین جګړې لپاره روسیې ته ډرون الوتکې ورکړي
امریکايي چارواکي وايي ایران پلان لري چې روسیې ته د اوکرایین جګړې لپاره سلګونه ډرون یا بې پیلوټه اوتکې ورکړي.
دوی وايي له دغو الوتکو به ځینې جګړه ییزه وړتیا هم ولري.
د سپينې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار جک سالیوان ویلي دوی داسې اطلاعات ترلاسه کړي چې ښيي ایران د دغو ډرون الوتکو لپاره د روسي ځواکونو روزنې ته چمتووالی نیسي.
خو هغه وویل تر اوسه څرګنده نه ده چې ایران روسیې ته د دغو الوتکو سپارل پیل کړي که څنکه.
د اوکرایین ورانه جګړه کې بې پیلوټه الوتکې دواړو خواو لپاره ډېرې ګټورې تمامې دي.
کیېف همدا تېره اوونۍ له خپلو نړیوالو متحدانو د سلګونو بې پېلوټه الوتکو غوښتنه وکړه چې ځواکونو سره یې جګړه کې مرسته وکړي.
ښاغلي سالیوان ویلي د دوی استخباراتي مالومات ښيي چې روسیه د اوکرایین ختیځ کې د خپلو وسلو د ساتلو هڅه کوي.
د یمن حوثي ملیشې هم وخت ناوخت ایراني ډورن الوتکې پر سعودي عربستان د بریدونو لپاره کاروي.
د امریکا د ملي امنیت سلاکار دا څرګندونې داسې مهال کړې چې د دغه هېواد ولسمشر جو بایډن روانه اوونۍ اسرائیل او سعودي عربستان ته په سفر روان دی.
دغه دواړه هېوادونه د امریکا متحدان دي خو تر دې دمه یې پر اوکرایین د یرغل له کبله پر روسیې له بندیزونو ډډه کړې.
امریکا او متحدانو یې د روسیې د یرغل له پیل راهیسې اوکرایین ته د میلیاردنو ډالرو په ارزښت وسلې او تجهیزات ورکړي دي.
اسرائیل ایران ځان لپاره تر ټولو ستر سیمه ییز ګواښ ګڼي.
د ایران نظام وخت ناوخت د نړۍ له نقشې د اسرائیل د محوه کولو ګواښونه کوي.