ایلن ماسک د ۴۴ میلیاردو ډالرو بدل کې د ټویټر له پېرلو لاس پر سر شو

د عکس سرچینه، Reuters
د ټیسلا موټر جوړولو شرکت څښتن ایلن ماسک د خواله رسنۍ ټویټر له پېرلو لاس پر سر شوی دی.
دا د نړۍ تر ټولو شتمن سړي لخوا د ټویټر پېرلو ۴۴ میلیاردي اوږدې او جنجالي سودا وروستی خبر دی، چې له تېر اپریل میاشتې راهیسې یې په هکله بحثونه کېدل.
ښاغلي ماسک چې د ټویټر ونډو لویې برخې څښتن دی، دوې میاشتې مخکې وویل، غواړي د ټویټر ټوله شبکه پېري، خو وروسته ځکه زړه نازړه شو، چې په وینا یې د ټویټر تګلاره ورته په بشپړه توګه څرګنده نه ده او د جعلي حسابونو په هکله کره معلومات نه دي ورکړل شوي.
نوموړی اوس وايي، له هغه راهیسې یې چې رسماً د ټویټر پېرلو وړاندیز کړی او لومړنی قرارداد یې کړی، ټویټر شرکت څو ځله خپلې ژمنې ماتې کړې دي.
ایلن ماسک ښايي په یو اړخیز ډول د سودا لغوه کولو له کبله جریمه شمي چې نژدې یو میلیارد ډالرو پورې اټکل کېږي.
نوموړي تېره میاشت وویل په موقت ډول د ټویټر سودا کولو وړاندیز ځنډوي او د شرکت له لوري د جعلي او مستعارو حسابونو کره شمېر ترلاسه کولو انتظار کوي.

د عکس سرچینه، Reuters
له هغه څه موده وروسته بیا د ښاغلي ماسک وکیل ادعا وکړه، ټویټر د دې شمېرو په وړاندې کولو کې پاتې راغلی او یا د شرکت مسوولینو په لوی لاس نه غوښتل دغه شمېر دوی ته ورکړي.
د ایلن ماسک د وړاندیز له پای ته رسېدو سره سم د ونډو په بازار کې د ټویټر بیو ارزښت شپږ سلنه ټیټ شو. د ۲۷۳ میلیاردو ډالرو شتمنۍ څښتن ایلن ماسک د نړۍ تر ټولو شتمن سړی بلل کېږي، چې د ټیسلا موټر شرکت او سپېس ایکس فضايي پروګرام موسس هم دی.
نوموړی دغه راز د ټویټر نهه سلنه ونډو څښتن دی. د نوموړي له لوري د ټویټر پېرلو وړاندیز د بشري حقونو فعالان اندېښمن کړي وو، ځکه په وینا یې که د دې خواله رسنۍ په محتوا کې تعدیل رانشي، د نفاق او کرکجنو موادو خپرېدو ته به لار هواره شي.









