د کولمبیا زندان کې شخړه او مرګونې اورلګېدنه؛ ۴۹ بندیان وژل شوي

د کولمبیا سویل لوېدیځ کې د 'والې دېل کاوکا' سیمې په یوه زندان کې د بندیانو او ساتونکو ترمنځ د شخړې پر مهال اور لګېدلی چې لږترلږه ۴۹ بندیان پکې وژل شوي.

دې پېښه کې د ساتونکو په ګډون ۳۰ کسان ټپي شوي هم‌ دي.

چارواکو ویلي دا اور پخپله بندیانو لګولی و چې د ساتونکو مخه پرې ونیسي.

دا پېښه تولوا نومي زندان کې شوې.

چارواکي وايي اور وروسته کنټرول شوی او یو بندي هم نه دی تښتېدلی.

اور د زندان هغه بلاک کې لګول شوی چې ویل کېږي شاوخوا ۱۸۰ بندیان پکې ساتل کېدل.

کولمبیا کې د زندانونو د دولتي ادارې مشر جنرال تیتو کاستېلانوس ویلي ځینې بندیانو پرته له دې چې پایله یې وسنجوي، خپلو توشکو ته اور ورته کړی.

د نوموړي په وینا دا ور ډېر ژره د بلاک نورو برخو ته هم خپور شو.

چارواکي وايي‌ د پېښې ځینې ټپیان روغتون ته لېږدول شوي.

ښاغلی تیټو زیاتوي "ساتونکو د اور وژنې وسایلو په کارولو سره ډیری بندیان وژغورل، خو په خواشینې سره پایله کې ۴۹ بندیان مړه او ۳۰ ټپیان شول."

د کولمبیا ولسمشر اېوان ډوکو د قربانیانو کورنیو سره پر دې پېښه خواشینې ښودلې.

هغه ویلي "د دې ناوړه وضعیت د توضیح لپاره مې د بېړنیو څېړنو لارښوونه کړې ده."

کولمبیا کې د سرڅېړونکي دفتر چې د څېړنو عامه اداره ده،‌ وايي دوی تولوا ته ځانګړی کمېسیون استوي.

د لاتینې امریکا د ځینو نورو هېوادونو په څېر کولمبیا کې هم زندانونه په بندیانو ډک دي.

د دغه هېواد ټولو ۱۳۲ زندانونو کې ۸۰ زره بندیانو ته ځای پام کې نیول شوی، خو اوسمهال پکې له ۱۱۲ زرو ډېر کسان ساتل کېږي.‌