تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
اوکرایین: له روسیې سره جګړه کې مو لس زره پوځیان وژل شوي
اوکراييني چارواکي وايي، په هېواد مو د روسیې له یرغل راهیسې چې د روان کال د فبروري میاشتې په وروستیو کې پیل شو لس زره پوځیان مو وژل شوي دي.
اوکراييني چارواکي وايي، په هېواد مو د روسیې له یرغل راهیسې چې د روان کال د فبروري میاشتې په وروستیو کې پیل شو لس زره پوځیان مو وژل شوي دي.
د اوکرایین د ولسمشر سلاکار اولیکسي ارستوویچ د اوکراییني پوځیانو د وژل کېدو خبره یې په یوه مرکه کې کړې ده او دا مرکه په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوې ده.
له نوموړي پوښتل شوي چې په اوکرایین باندې د روسیې د یرغل په لومړیو سلو ورځو کې ستاسو څومره پوځیان ووژل شول؟ (د جون میاشتې په دریمه یې سل ورځې پوره شوې وې)
اوکرایین وايي، په جګړه کې شاوخوا سل پوځیان هره ورځ له لاسه ورکوي او په سلګونو نور ټپیان کېږي.
همدارنګه ارستوویچ د روسیي پوځیانو په اړه وویل، روسیې ته اوښتی د سر زیان څو برابره زیات دی.
د اوکرایین حکومتي چارواکي ادعا کوي چې تر دېرش زره زیات روسي پوځیان وژل شوي دي.
د بریتانیا استخبارات بیا له ۱۵ زرو کمو روسیي پوځیانو د وژلو کېدو اټکل کړی و.
افغانستان کې د ۱۹۸۹-۱۹۷۹ کلونو ترمنځ جګړه کې شاوخوا ۱۵۰۰۰ روسيي پوځیان وژل شوي وو.
روسيي چارواکو د مارچ له ۲۵ راهیسې په اوکرایین کې د دوی د وژل شویو پوځیانو شمېر په رسمي ډول اعلان کړی نه دی، خو له هغه مخکې ویلي وو چې ۱،۳۵۱ سرتېري یې وژل شوي دي.
د بي بي سي روسيي برخې د ۳،۵۰۲ روسيي سرتېرو وژنه تائید کړې، خو دا یوازې هغه پوځیان دي چې هدیرو کې یې قبرونه شته او نومونه یې پرې لیکل شوي دي.
بلخوا د بریتانیا دفاع وزارت ویلي، د اوکرایین ختیځ سوروډونیڅک ښار کوڅه په کوڅه جګړه پیل شوې او دواړو غاړو (روسانو او اوکرایینیانو) ته احتمالا لوړ تلفات اوړي.
د بریتانیا دفاع وزارت دا هم ویلي دوی ته د جګړې په اړه تر ټولو تازه استخباراتي مالومات رسېدلي دي.
د جګړې په ډګر کې روسیې په سوېل کې کوم پرمختګ نه دی کړی.
روسیه اوس د درنو وسلو او هوايي بریدونو له لارې غواړي پرمختګ وکړي، خو د عصري توغندیو له کمښت سره مخامخ ده.