افغان کډوال د "بریتانوي امپراتورۍ" جایزه ترلاسه کړه

د ویډیو تشریح، صابر ځاځی

یو افغان چې بریتانیا ته د پناه غوښتونکي په توګه راغلی و او اوس د یوې خیریه موسسې مشر دی د اوبی ای (د بریتانیا د امپراتوري پوځ تر ټولو لوړه جایزه) ورکړل شوې.

افغان پناه غوښتونکي صابر ځاځي وروسته له هغه چې خپل هېواد یې پرېښود په ۱۹۹۹ کال کې د یوې لارۍ په ټېله کې کووینټري ښار ته ورسېد.

هغه اوس په ګلا سکو کې د سکاټلنډ د کډوالو د شورا مشري کوي.

د ډاکټر صابر ځاځي لومړۍ دنده په ۲۰۰۲ کال کې کډوالو ماشومانو ته لوست ورزدکول وو.

ښاغلی صابر وايي: "زه بریتانیا ته د ویاړ حاصلولو لپاره نه یم راغلی، زه د امنیت، عزت او خوندیتوب لپاره راغلی یم."

هغه زیاته کړه: "دا ویاړ د ټولو هغو کسانو لپاره دی چې کووینټري کې یې ما ته ښه راغلاست وویل."

صابر ځاځی وايي، ۲۴ کلن و چې بریتانیا ته په ډېرو سختو حالاتو کې راغی.

"ما هېڅکله شاته ونه کتل"

دغه ټولنيز فعال وايي، هغه مهال يې يوازې تر اووم ټولګي زدکړې کړې وې او باید خپل ژوند یې له صفره پيل کړی وای.

ښاغلي ځاځي د انګلیسي ژبې زدکړې لپاره کووینټري کالج ته لاړ او بیا د کووینټري پوهنتون ته لاړ ، چېرې چې هغه د لیسانس او ماسټري سندونه تر لاسه کړل.

صابر ځاځی وايي:"ما هېڅکله شاته ونه کتل".

په کوونټري ښار کې له څو کلونو ژوند وروسته د ښار د کډوالو مرکز مدیر شو دا هغه مرکز او خیریه موسسه ده چې یو وخت یې له ده سره مرسته کړې وه.

نوموړی په ۲۰۱۷ کال کې سکاټلنډ ته کډه شوو.

Sabir Zazai

د عکس سرچینه، Sabir Zazai

د عکس تشریح، ټولنیز فعال ځاځی وايي، دی له دې نورو پناغوښتونکو هېڅ توپیر نه لري او هر هغه څوک چې په بریتانیا ته راځي خپل ځانګړي استعدادونه لري

ډاکټر ځاځی وايي: "زه له خپلو ټولو همکارانو او د سکاټلنډ د کډوالو شورا له غړو د زړه د تله مننه کوم، همدارنګه د هغو همکارانو مې هم مننه کوم چې د کډوالو حقونو لپاره کار کوي."

ښاغلي ځاځي زیاته کړه: "ما او همکارانو مې هڅه وکړه چې پنا غوښتونکو ته د سکاټلنډ په پارلمان او سیمه ییزو شوراګانو کې د رایې حق ورکړلی شي."

دغه افغان پناغوښتونکی صابر وايي: "له ۱۰۰ میلیونو ډېر خلک د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي، ځینې یې زما په شان حالاتو کې بریتانیا ته راغلي دي."

ډاکټر ځاځی وايي: "خو هغوی به ډېر ژر روانډا ته واستول شي."

ټولنیز فعال ځاځی وايي، دی له دې نورو پناغوښتونکو هېڅ توپیر نه لري او هر هغه څوک چې په بریتانیا ته راځي خپل ځانګړي استعدادونه لري.

د بریتانیا د نوي پلان له مخې هغه کسان چې بریتانیا ته پنا راوړي یو شمېر یې روانډا ته استوي چې د قبلېدو پړاو یې بشپړ شي.

د بریتانیا دولت په یاد پلان باندې ډیرو سیاستوالو، خیریه بنسټونو نیوکې کړې دي.