د خيبرپښتونخوا حکومت: افغان کډوال ماشومان د ښه کيفيت پوهنيزو ادارو کې شاملوو
د خېبرپښتونخوا حکومت د دغې صوبې په ښه کیفیت لرونکو تعلیمي ادارو کې د افغان کډوالو ماشومانو د داخلې اسانتیاوې پیل کړي دي.
تېره میاشت د خېبر پښتونخوا تعلیم څانګې چارواکو اعلان وکړ چې تیار دي هغه افغان کډوال په ښوونځیو کې شامل کړي چې تر اوسه په رسمي ډول تعلیم نکوي خو ډېر کډوال ماشومان د اقتصادي ستونزو له امله نه شي کولای ښوونځیو ته ولاړ شي.
کوثر اعوان وحيد راپور لري.