زېلینسکي: روسیه د اوکرایین د خاورې پنځمه برخه کنټرولوي

د عکس سرچینه، Reuters
په داسې حال کې چې پر اوکرایین د روسیې یرغل ۱۰۰ ورځو ته نژدې کېږي، د اوکرایین ولسمشر ولودویمر زېلینسکي وايي، روسي ځواکونو یې د هېواد ۲۰ سلنه خاوره لاندې کړې ده.
نوموړي د لکسمبرګ پارلمان غړو ته وینا کې زیاته کړه، چې د جګړې لومړۍ کرښه نژدې ۱۰۰۰ کیلومتره ته غځېدلې ده.
نوموړي په خپله ویډیويي وینا کې زیاته کړه: ''د روسي پوځ ټول جګړه ییز جوړښتونه په دې یرغل کې برخه لري. ''
بل لور روسي ځواکونو د ختیځې دونباس سیمې پر سیویرودونیڅک ښار سخت بریدونه کړي دي.
د بریتانوي دفاعي چارواکو په وینا روسي ځواکونو په سیمه کې د درنې توپخانې پر کارولو تمرکز ډېر کړی، چې له کبله یې په سیمه کې ځینې بریاوې موندلې او د سیویرودونیڅک ښار په ډېری برخو یې کنټرول ترلاسه کړی دی.
سیویرودونیڅک په ختیځ کې تر ټولو لېرې پروت ښار دی، چې کنټرول یې د اوکراییني ځواکونو په لاس کې دی او د سیمې والي سیرهې هایدای په وینا یې روسي ځواکونو د ورننوتلو لپاره ''له هر لوري '' پرې بریدونه کړي دي.
خو نوموړی زیاتوي اوکراییني ځواکونه توانېدلي دي له یو شمېر لارو، کوڅو روسي ځواکونه په شا وتمبوي او یو شمېر سنګرونه ترې ونیسي.
نوموړی دغه راز وايي، په لارو کوڅو کې روانه جګړه د دې لامل شوې چې له ښاره د ملکي خلکو ایستلو بهیر له خنډ او ځنډ سره مخامخ کړي.
بل لور ولسمشر زېلینسکي په خپله ویډیويي وینا کې وویل، پر دې ورځ دونباس کې د جګړې په وضعیت کې کوم پاموړ بدلون نه دی راغلی، خو په وینا یې اوکراییني ځواکونو د سیویرودونیڅک په جګړه کې ''ځینې بریاوې '' موندلې دي.
د یادونې ده، چې دې ښار کې نژدې ۱۵۰۰۰ ملکي کسان ایسار پاتې دي، چې ډېری هغو یې د کیمیاوي موادو چمتو کولو په ازوت نومې ستره کارخانه کې پناه اخیستې.
د چارشنبې پر ورځ چې روسي ځواکونه هلته د ادعا له مخې د توپو ډزې وکړې، ولسمشر زېلینسکي پرې د ''لیونتوب '' تور پورې کړ.









