د پاکستان کورنیو چارو وزیر: عمران خان د 'نبوي جومات قضیه' کې نیول کېدای شي

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثنا الله ویلي، د دې امکان شته چې پخوانی لومړی وزیر عمران خان د 'نبوي جومات قضیه ' کې د پولیسو لخوا ونیول شي.

یاده دې وي چې تېره اوونۍ یو شمېر کسانو سعودي کې د نبوي جومات په انګړ کې د اوسني حکومت د یو شمېر چارواکو پر ضد شعارونه ورکړل او کنځلې یې ورته کړې وې.

ظاهراً دا کسان د عمران خان د تحریک انصاف ګوند پلویان وو او د نوي حکومت یوې ښځینه وزیرې مریم اورنګزېب ته یې سپکې سپورې ویلې.

سعودي چارواکو ویلي چې له هغې پېښې وروسته یې یو شمېر پاکستان وګړي نبوي جومات او دیني مقدساتو ته د سپکاوي په تور نیولي دي.

خو د پاکستان فیصل اباد ښار کې هم پولیسو د پخواني لومړي وزیر عمران خان او د تحریک انصاف ګوند د یو شمېر مرکزي مشرانو پر ضد شکایت ثبت کړی او دین ته د سپکاوي قضیه کې یې د دوی نومونه یاد کړي.

اوس د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثنا الله له ځایي جیو نیوز خبري شبکي سره د خبرو پر مهال ویلي، د دې امکان شته چې پخوانی لومړی وزیر عمران خان هم دې قضیه کې ونیول شي.

نوموړي وایي، دا پېښه وار له مخه پلان شوې وه او لږ تر لږه سل یو نیم سل کسان پکې ښکېل وو. د هغه په وینا، د هر چا پر ضد چې ثبوت ترلاسه شي، قانوني چلن به ورسره کېږي.

د تحریک انصاف غبرګون څه دی؟

بل لور ته د پخواني لومړي وزیر عمران خان د ګوند مشران وایي، حکومت دا قضیه د سیاسي غچ لپاره پرانیستې ده او هېڅ قانوني حیثیت نه لري.

د دې ګوند یو مشر او پخواني وزیر فواد چوهدري پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، حکومتونه د دروغجنو مقدمو له کبله بقا ني موندلی او اوسنی حکومت به هم څو اوونیو کې را وپرځېږي.

فواد چوهدري همدا راز تور ولګاوه چې د کورنیو چارو د پخواني وزیر شیخ رشید او د هغه د وراره د تښتولو هڅه هم شوې ده.

د دې دواړو کسانو نومونه 'دین ته د سپکاوي ' په هغه قضیه کې شامل دي چې د فیصل اباد ښار پولیسو پرانیستې ده.

یاده دې وي چې پاکستان کې د عمران خان د حکومت د راپرځېدو راهیسې سیاسي ناندرۍ لا هم دوام لري او د نوموړي پلویان د دې هېواد بېلابېلو ښارونو کې احتجاجونه کوي.

عمران خان او پلویان یې تور لګوي چې حکومت یې د یوې بهرنۍ دسیسې له کبله نسکور شو او د شهباز شریف په مشرۍ اوسنی حکومت هم له بهره پر پاکستانیانو تپل شوی.