د شهباز شريف په مشرۍ د پاکستان نوې کابینې لوړه وکړه

د پاکستان نوي لومړي وزیر شهباز شریف کابینې نن سې شنبه پلازمېنه اسلام اباد کې لوړه وکړه.

د لوړې مراسم د پاکستان ولسمشرۍ ماڼۍ کې وشول، خو ولسمشر عارف علوي د ناروغۍ له کبله رخصت اخیستی او پر ځای یې د پاکستان سنا مشر صادق سنجراني له نویو ګومارل شویو وزیرانو لوړه واخیسته.

د پاکستان ولسمشرۍ ماڼۍ په یوه اعلامیه کې ویل شوي چې ولسمشر د فدرالي وزیرانو د نومونو نوملړ تایید کړی دی.

د مسلم ليګ نواز ګوند مريم اورنګزيب د اطلاعاتو، اعظم نذير تارړ د قانون، د متحده قومي موومنټ پاکستان (اېم کيو اېم پي) امین الحق د ټکنالوژۍ او مخابراتو وزير، چې د پي ټي‌ای په تېر حکومت کې يې هم دغه دنده پر غاړه لرله نومول شوي دي.

د محسن دوړ نوم ولې په کابینه کې شامل نه دی؟

مخکې داسې رپوټونه هم و، چې د پاکستان ملي اسمبلۍ کې د شمالي وزیرستان استازی محسن دوړ به هم په کابینه کې شامل وي، خو د کابینې غړو په اعلان شوي لیست کې د نوموړي نوم شامل نه و.

نوموړي د بي بي سي خبریال عزیزالله خان ته په دې هکله وویل، لومړي وزیر شهباز شریف له لوړې وروسته هیله څرګنده کړې وه، چې دوی هم په کابینه کې برخه واخلي او وړاندیزونه یې تر غوښتي وو.

نوموړی زیاتوي لومړي وزیر ته یې خپل دریځ څرګند کړ او وړاندیزونه یې ورکړل، خو ''وروسته پر خواله رسنیو ځینې خبریالانو ولیکل چې اسټېبلشمنټ (پاکستان کې د بانفوذه پوځيانو لپاره کارېدونکې اصطلاح) نه غواړي محسن دوړ ته په کابینه کې ځای ورکړل شي. بیا د پاکستان مسلم لیګ یوه معتبر مشر وویل، دغسې مسایل شته او له دې سره سره په پي ډي ایم (د پخوانیو اپوزېسیون ګوندونو اتحاد) یو غړی ګوند هم نه غواړي چې زه په کابینه کې شامل شم. ''

محسن دوړ وايي، هغه ګوند چې په پي ډي ایم کې یې د ده پر ګډون اعتراض درلود، په کابینه کې هم د ده پر ګډون اعتراض لري. نوموړی زیاتوي: ''ما د کومېټې غړو ته ویلي چې دا زما ستونزه نه ده، په دې هکله باید تاسو غور وکړئ، ځکه ما ته خو ویل شوي وو، موږ غوښتنه نه ده کړې، په رسنیو کې نومونه یاد شوي وو او د مسلم لیګ ملګرو ویلي و.ګګ

نوموړی وايي، د خپلې سیمې په هکله یو دریځ لري او د بې باورۍ تحریک کې یې د متحدو ګوندونو ملاتړ کړی و او ''ډاډ راکړل شوی و، خو اوس هغه ډاډ نه معلومېږي. ''

د یادونې ده، چې د سیاسي ګوندونو په اتحاد کې د محسن دوړ له ګډون سره د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمان مخالفت کړی و او دلیل یې دا و چې په پي ډي ایم کې سیاسي ګوندونه شامل دی، نو محسن دوړ ولې له خپلواک حیثیت سره د پي ډي ایم په غونډو کې ګډون کوي.

د لیست له مخې د پاکستان مسلم لیګ (ن) ګوند ۱۲ وزیران، دوه تنه وزیر مملکت او دوه سلاکاران، د پاکستان پیپلز ګوند نهه وزیران، دوه مملکت وزیران او یو سلاکار به په کابینه کې شامل وي.

په کابینه کې د جمعیت علمای اسلام ګوند څلور، متحده قومي غورځنګ دوه، د بلوچستان نېشنل مینګل یو، جمهوري وطن ګوند یو او د مسلم لیګ (ق) ګوند یو غړی هم شامل دي.

خواجه محمد اصف، احسن اقبال، رانا ثنا الله، سردار ایاز صادق، رانا تنویر حسین، خرم دستګیر خان، مریم اورنګزیب، خواجه سعد رفیق، مفتاح اسماعیل، میا جاوید لطیف، ریاض حسین پیرزادہ، مرتضی جاوید عباسی او اعظم نذیر تارړ د پاکستان مسلم لیګ ګوند له لوري د وزیرانو په توګه ټاکل شوي.

سید خورشید احمد شاہ، سید نوید قمر، شیري رحمان، عبد القادر پټېل، شازیه مري، سید مرتضیٰ محمود، ساجد حسین طوري، احسان الرحمان مزاري او عابد حسین بیا د پاکستان پیپلز ګوند له لوري په نوي کابینه کې شامل دي.

د جمعیت علمای اسلام (ف) له لوري به مولانا اسعد محمود، مولانا عبد الواسع، مفتي عبدالشکور اور سناتور طلحه محمود د فدرالي وزیرانو او دغه راز د متحده قومي غورځنګ له لوري سید امین الحق، سناتور فیصل سبزواري، د بي این پي له لوري اسرار ترین او د جمهوري وطن ګوند شاہ زین بګټي د فدرالي وزیرانو په توګه دنده سمبال کړي.