تاسې د وېب‌سایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېب‌سایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.

د وېب‌سایټ اصلي بڼې ته مې وروله

د وېب‌سایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.

محمد شهباز شریف د پاکستان نوی لومړی وزیر وټاکل شو

د پاکستان مخکیني لومړي وزیر عمران خان پر ضد د دې هېواد پارلمان کې د بې باورۍ تحریک له کامیابېدو وروسته نن دوشنبه د پاکستان لپاره نوی لومړی وزیر وټاکل شو. د محمد شهباز شریف نوم د ۱۷۴ پارلمان غړو له رایو ترلاسه کولو وروسته د پاکستان لومړي وزیر په توګه اعلان شو. له دې مخکې د پاکستان مخکیني لومړی وزیر عمران خان د خپل ګوند تحریک انصاف له لوري له اسمبلۍ استعفا وکړه او د لومړي وزیر ټاکنې له بهیر سره یې پرېکون وکړ.

ژوندی پوښښ

ګوربت ننګيال

  1. شهباز شريف مياشتنی معاش لږ ترلږه ۲۵ زره روپۍ اعلان کړ

    د پاکستان نوي ټاکل شوي لومړي وزير شهباز شريف د اپرېل له لومړۍ نېټې میاشتنی معاش لږ ترلږه ۲۵ زره روپۍ اعلان کړ.

    شبهاز شريف وايي، په تېرو وختونو کې متقاعدين له پامه غورځول شوي وو. نوموړي د اپرېل له لومړۍ نېټې په ملکي او نظامي تقاعد کې هم د ۱۰ سلنه زياتوالی اعلان وکړ.

    شهباز شريف وويل، د قېمتۍ په دې دور کې بدلون ژر نشي راتلی خو وايي کوښښ او حوصلې ته اړتيا ده.

    د دې سربېره يې د هغو کسانو په معاشونو کې هم د ۱۰ سلنه زياتوالی اعلان وکړ چې تنخوایې يې له سل زرو کمې دي.

    شهباز شريف د بېنظير انکم پروګرام د بيا فعالولو اعلان هم وکړ او د دې پروګرام د پراخولو ژمنه يې وکړه.

  2. شهباز شريف: غوره کړل شوی لومړی وزير کور ته واستول شو

    د پاکستان نوي لومړي وزير شهباز شريف له ټاکل کېدو وروسته په خپله لومړنۍ وينا کې وويل، "دا په تاريخ کې لومړي ځل دی چې د نه باور رايې تحريک کامياب شو، حق وګټله او باطل وبايلله".

    نوموړي وويل، نننۍ ورځ د ټول قوم لپاره لویه ورځ ده چې پارلمان يو "غوره کړل شوي" لومړي وزير ته د کور لاره وښودله.

    شهباز شريف وويل، ډالر د پاکستانۍ روپۍ پر وړاندې اته روپۍ ښکته شوی دی. نوموړي سترمحکمې ته مبارکي ورکړه چې د ده په ټکو د قانون ماتولو نظريه يې له منځه يوړه او نن بايد د يوې تلپاتې ورځې په توګه بايد ولمانځل شي.

  3. وروستی, میا محمد شهباز شریف د پاکستان لومړی وزیر وټاکل شو

    د پاکستان قامي اسمبلۍ کې د ۱۷۴ تایید رایو له تر لاسه کولو وروسته میا محمد شهباز شریف د پاکستان درویشتم لومړی وزیر وټاکل شو. نوموړی اوسمهال قامي اسمبلۍ ته وینا کوي.

    په دې ټاکنه کې د نوموړي سیال کاندید شاه محمود قریشي هېڅ یوه رایه ترلاسه نه کړه.نوموړي د ټاکنو له بهير سره پرېکون اعلان کړی و.

    ښاغلي شریف د لومړي وزیر په توګه له ټاکل کېدو وروسته پارلمان ته په وینا کې وویل، د هېواد په تاریخ کې لومړی ځل دی، چې د بې باورۍ تحریک کامیابېږي، ''حق بریالی او باطل ناکام شو.''

    نوموړي زیاته کړه، د ټولو پاکستانیانو لپاره یوه ډېره مهمه ورځ ده، ځکه په وینا یې د هېواد پارلمان ''یو ګومارل شوی لومړی وزیر کور ته واستاوه.''

    نوموړي د خپل هېواد له سترې محکمې مننه وکړه، چې د ده په وینا ''د ضرورت مفکوره یې دفن کړه او له اساسي قانونه یې د سرغړونې مخه ونیوله.''

    ښاغلی شریف وايي، دا ورځ باید د یادګار په توګه ولمانځله شي.

  4. وروستی, قامي اسمبلۍ غړو د پاکستان نوي لومړي وزیر ټاکنې بهیر کې رایې ورکړه

    د پاکستان نوي لومړي وزیر ټاکنې لپاره د دې هېواد قامي اسمبلۍ کې د پارلمان غړو رایې ورکولو بهیر بشپړ شوی دی.

    اوسمهال د رایو شمېرنې بهیر روان دی.

  5. وروستی, شاه محمود قریشي د لومړي وزارت ټاکنې له بهیر سره پرېکون وکړ

    د پاکستان تحریک انصاف ګوند له لوري د نوي لومړي وزیر په توګه کاندید شاه محمود قریشي د پاکستان لومړي وزارت لپاره د سیالۍ له روان بهیر سره پرېکون اعلان کړ.

    نوموړي نن قامۍ اسمبلۍ ته د خپلې وینا په پای کې وویل، د لومړي وزارت لپاره په سیالۍ کې برخه نه اخلي او د پاکستان تحریک انصاف ګوند نور پارلمان غړي هم له قامي اسمبلۍ استعفا کوي.

    د ښاغلي قریشي له وتلو سره سم د پاکستان پارلمان مرستیال مشر قاسم سوري هم د غونډې مشري ایاز صادق ته پرېښوده.

  6. عمران خان قامي اسمبلۍ ته له وینا کولو ډډه وکړه

    د پاکستان مخکینی لومړی وزیر عمران خان نن د پارلمان ودانۍ ته راغی، د خپلو ګوندي ملګرو یوې غونډې مشري یې وکړه، خو له رسنیو سره یې له خبرو ډډه وکړه.

    د یادونې ده، چې پر لومړي وزیر د بې باورۍ تحریک قرارداد له کامیابېدو وروسته عمران خان نور د پاکستان لومړی وزیر نه دی، خو د پارلمان غړیتوب لا هم لري.

    په نننۍ غونډه کې له لومړي وغوښتل شول چې اسمبلۍ ته وینا وکړي، خو هغه له وینا کولو ډډه وکړه.

  7. شاه محمود قریشي: دوې لارې دي، ولس باید یوه خپله کړي

    د ښاغلي سوري له خبرو وروسته د لومړي وزارت لپاره کاندید شاه محمود قریشي پارلمان ته وینا وکړه.

    نوموړي د خپل ګوند پاکستان تحریک انصاف مننه وکړه، چې په وینا یې ده ته یې د لومړي وزارت کاندید کېدو فرصت ورکړ.

    هغه وویل، ''نن به څوک کامیاب شي او څوک به ازاد شي، دوې لارې دي او ولس باید یوه لار خپله کړي.''

    د ښاغلي قریشي د خبرو پر مهال د قامي اسمبلۍ کې اپوزېسیون غړو 'اجنډا' یادوله چې هدف یې د نن غونډې په اجنډا کې د لومړي وزیر ټاکنې موضوع ته د پارلمان مشر توجه جلبول و.

  8. د پاکستان قامي اسمبلۍ غونډه پیل شوه

    د پاکستان قامي اسمبلۍ غونډه پیل شوه او د اسمبلۍ مرستیال مشر قاسم سوري د غونډې له پیلولو سره سم وینا وکړه.

    نوموړي خپلې خبرې د مخکیني لومړي وزیر عمران خان پر ضد د نه باور رایې پر تحریک، پر هغه لیک چې تحریک انصاف ګوند ادعا کوي، د دوی حکومت ړنګولو لپاره پکې یوه بهرنۍ دسیسه افشا شوې او بیا د بې باورۍ تحریک اړوند قرارداد ردولو په تړاو د خپلې پرېکړې په هکله وکړې.

  9. د پاکستان ونډو بازار کې فعالیت ډېر شوی

    د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان پر ضد د نه باور رایې له تحریک کامیابېدو وروسته د پاکستان ونډو په بازار کې د اونۍ پر لومړۍ ورځ کاروبار کې تېزي لیدل شوې.

    د ونډو بازار شاخص په تېر کې د تېزۍ ځینې ریکارډونه مات کړي او پي ایس ایکس نومي شاخص په یوه ورځ کې د ۱۷۰۰ درجو حد ته ورسېد، چې نوی ریکارډ بلل کېږي.

    له دې مخکې دا شاخص د ۲۰۱۷ کال جون پر پنځمه د ۱۵۶۶ حد ته رسېدلی و. د ونډو بازار کاروباریان وايي، د هېواد نوی سیاسي بدلون سره د تېرو څو ورځو بې باوري له منځه تللې او کاروباریان راتلونکي ته هیله من شوي، چې له کبله یې کاروباري فعالیت هم وده کړې.

  10. د مسلم لیګ ګوند مرستیاله مشره د قامي اسمبلۍ ودانۍ ته ورغلې

    د پاکستان مسلم لیګ (ن) ګوند مرستیاله مشره او د پخواني لومړي وزیر نواز شریف لور مریم نواز چې د ګوند مشر او تره یې محمد شهباز شریف د لومړي وزارت لپاره د کاندید دی، د پارلمان ودانۍ ته رسېدلې ده.

    له نوموړي سره د پنجاب ایالت اعلی وزارت لپاره کاندید حمزه شهباز هم لیدل کېږي.

  11. وروستی, عمران خان او د ګوند پارلماني غړو یې د پاکستان له قامي اسمبلۍ د استعفا اعلان وکړ

    د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند د پاکستان قامي اسمبلۍ په ودانۍ کې له یوې غونډې وروسته اعلان وکړ چې د تحریک انصاف ګوند پارلمان غړي له قامي اسمبلۍ استعفا ورکوي او دغه راز د نوي لومړي وزیر ټاکنې له بهیر سره پرېکون کوي.

    پخواني لومړي وزیر عمران خان له دې غونډې وروسته وویل: ''موږ په اسمبلۍ کې له دوی سره نه شو کېناستلای.''

    په ورته مهال د پاکستان اطلاعاتو پخواني وزیر فواد چودري په یوه ټویټر پیغام کې ویلي: ''موږ استعفا ورکوو او د ازادۍ لپاره به مبارزه وکړو.''

  12. د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر پر ضد د بې باورۍ قرارداد بېرته اخیستل شوی

    خیبر پښتونخوا ایالتي اسمبلۍ کې اپوزېسیون ګوندونو د اعلی وزیر محمود خان پر ضد د بې باورۍ تحریک اړوند قرارداد بېرته اخیستی.

    د بي بي سي خبریال عزیزالله خان په خپل رپوت کې د پاکستان مسلم لیګ (ن) صوبايي غړې ثوبیه شاهد له قوله وايي، د اعلی وزیر خلاف د بې باورۍ قرارداد وړاندې کولو هدف له منحل کېدو د اسمبلۍ ژغورنه وه.

    نوموړې وايي، ایالتي حکومت اوس ډاډ ورکړی، چې اسمبلۍ به نه منحل کېږي او له هغه وروسته دوی د نه باور قرارداد بېرته واخیست.

    د خیبر پښتونخوا ایالتي پارلمان له ټولو ۱۴۵ څوکیو ۹۴ د تحریک انصاف ګوند غړي لري او ۴۲ څوکۍ د متحده اپوزېسیون په واک کې دي، چې د بلوچستان عوامي ګوند څلور غړي هم ورسره یو ځای شوي دي.

    له دې سره سره په اسمبلۍ کې ځینې خپلواک غړي هم شته، چې نه له حکومت سره ملګري دي او نه هم د اپوزېسیون ګوندونو پلویتوب کوي.

    له دې مخکې د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د مخکیني لومړي وزیر عمران خان پر ضد د بې باورۍ قرارداد له وړاندې کولو وروسته د پاکستان پیپلز ګوند یوه مشر فیصل کریم کنډي ویلي، په خیبر پښتونخوا ایالت کې هم د واکمن تحریک انصاف ګوند ځینې غړي له دوی سره ملګري شوي دي او دوی به ژر په ایالتي اسمبلۍ کې د نه باور تحریک قرارداد وړاندې کړي.

  13. د اپوزېسیون ځینې غړي د پارلمان ودانۍ ته ورسېدل

    د نوي لومړي وزیر ټاکنې لپاره د قامۍ اسمبلۍ غونډه له ځايي وخت سره سم دوې بجې بلل شوې او د اپوزېسیون پارلمان غړي پارلمان ته رسېدلي دی. د پارلمان له غونډې مخکې د اپوزېسیون ګوندونو غړي هم د پارلمان ودانۍ کې یوه ځانګړې غونډه کوي. د اپوزېسیون ځینې غړي داسې حال کې پارلمان ودانۍ ته ورسېدل، چې د لومړي وزارت لپاره یې د خپل کاندید شهباز شریف تصویرونه هم په لاسونو کې وو.

  14. عمران خان د پارلماني ملګرو غونډې لپاره د قامي اسمبلۍ ودانۍ ته ورسېد

    د پاکستان مخکیني لومړي وزیر عمران خان پر ضد د دې هېواد پارلمان کې د بې باورۍ تحریک له کامیابېدو وروسته نن دوشنبه د پاکستان لپاره نوی لومړی وزیر ټاکل کېږي. بل لور د پاکستان مخکینی لومړی وزیر عمران خان د خپل ګوند تحریک انصاف ګوند پارلماني کومېټې غونډې مشري لپاره د پارلمان ودانۍ ته رسېدلی.

    نوموړی د نوي لومړي وزیر ټاکنې لړ کې د خپل ګوند پارلماني غړي د سلا مشورې لپاره دې غونډې ته بللي دی. بل لور د ښاغلي خان د ګوند پلویانو تېره شپه د پاکستان په بېلا بېلو سیمو کې پراخ احتجاجونه کړي دي.