تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د اوکرایین جګړه؛ ماریوپول کې د پولادو له کلابندې کارخانې یو شمېر ملکیان وتلي
د اوکرایین سویلي ښار ماریوپول کې د روسي ځواکونو له خورا سختې کلابندۍ سره سره شاوخوا ۲۵ ملکي کسان په دې توانېدلي چې د پولادو له ازوفسټال کارخونې وتښتي.
دغه کارخانه ماریوپول کې د اوکراییني ځواکونو وروستی سنګر دی خو ویل کېږي سلګونو ملکي کسانو هم پکې پناه اخیستې.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین تېره اوونۍ خپلو ځواکونو ته امر وکړ چې په زور د دې کارخونې د نیولو هڅه مه کوئ، خو کلابندي یې دومره سخته کړئ چې د نوموړي په وینا "مچ هم ترې ونشي الوتلی."
دا له هغې راهیسې د ملکیانو لومړۍ ډله ده چې له دې کارخانې وځي.
د رپوټونو له مخې د سمندر غاړې پر اوږده تراړه د دې پرتې کارخانه ځمکتل کې لا هم له جګړې شاوخوا ۱۰۰۰ تښتېدلي ملکي کسان پټ دي.
اوکرایین او روسیه پر دې غږېدلي چې دا کسان څرنګه په خوندي ډول وتلی شي.
د اوکرایین ولسمشر دا ګواښ هم کړی چې که دې کارخانه کې کلابند ځواکونه ووژل شي، نو له مسکو سره به د سولې خبرې اترې په بشپړ ډول ودروي.
له ازوفسټال کارخانې د دغو کسانو چې ویل شوي ۶ پکې له ۱۴ کلونو کم عمره ماشومان دي، د وتلو خبر روسي رسنیو ورکړی، خو دا یې نه دي ویلي چې هغوی چېرته لېږدېدلي دي.
دې کارخانه کې مېشتو اوکراییني ځواکونو هم له هغه ځایه د ملکي کسانو وتل منلي، خو دوی یې شمېر ۲۰ تنه ښودلی.
د اوکراییني ځواکونو یوه ځايي قوماندان سویاتوڅلاف پالامار ویلي: "دغه کسان یوه مناسب ځای ته لېږدول شوي او موږ هیله من یو چې ژر به له هغه ځایه د اوکرایین تر کنټرول لاندې زاپوریژیا سیمې ته ولېږدول شي."
د ماریوپول ښاروال وادیم بویچینکو بي بي سي ته ویلي چې د پولادو کارخونه کې ایسار خلک د ده په وینا د "د مرګ او ژوند ترمنځ پر پوله" ولاړ دي.
هغه ویلي "[خلک] منتظر دي، ژغورل کېدو لپاره دعاګانې کوي... خو سخته ده چې ووایو ژغورلو لپاره یې څو ورځې یا ساعتونه وخت لرو."
د ازوفسټال کارخونې له نیول کېدل مسکو سره مرسته کوي چې د اوکرایین سویلي تراړه په بشپړ ډول تر کنټرول لاندې راولي او ماریوپول ښار هم د اوکرایین ختیځ کې دوی له ملاتړه برخمنو لوهانسک او ډونېڅک بېلتونپاله سیمو پورې وتړي.