کابل کې پر کاسټر موټر چاودنه؛ یوه ښځه وژل شوې، درې کسان ټپي دي

د افغانستان له پلازمېنې کابله رپوټونه وايي‌ د دغه ښار د درېمې حوزې اړوند دهبوري سیمه کې پر یوه سپرلۍ وړونکي‌ کاسټر موټر چاودنه شوې.‌

د طالبانو حکومت کې د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ پر خپل ټویټر لیکلي‌ چې چاودنه د چسپکي ماین ده او یوه ښځه پکې وژل شوې ده. ‌

هغه د دریو نورو کسانو د ټپي کېدو پخلی هم کړی. ‌

دا د دې پېښې لومړني جزئیات دي‌ چې ښايي‌ بدلون پکې راشي.

د یادونې ده چې همدا تېره ورځ (جمعه) د کابل د شپږمې حوزې اړونده سې راهي علاءالدین سیمه کې د خلیفه صاحب په نوم جومات کې مرګونې چاودنې لسګونو کسانو ته مرګژوبله اړولې وه.

تر هغې یوه ورځ وړاندې د افغانستان د شمال بلخ ولایت مرکز مزار شریف ښار کې پر دوو ټونس ډوله موټرونو نږدې هممهاله چاودنو ملکي خلکو ته مرګژوبله اړولې وه.