تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د مزارشریف غبرګو چاودنو کې ملکي مرګژوبله؛ بېلابېلو خواو غندلې دي
د افغانستان د شمال بلخ ولایت په مرکز مزار شریف ښار کې تېر ماښام مهال دوو چاودنو ملکي خلکو ته مرګژوبله واړوله.
دا چاودنې د مزار شریف ښار د درېمې او لسمې حوزو اړوند سیمو کې شوې.
په خواله رسنیو خپرو شویو تصویرونو کې لیدل کېږي چې دا چاودنې پر ټونس ډوله موټرو شوې او یوه موټر کې تر چاودنې وروسته اور لګېدلی دی.
دا ډول موټرونه افغانستان کې د ښاري ترانسپورت او د سپرلۍ لېږدولو لپاره کارول کېږي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور بي بي سي پښتو ته وویل چې دغو چاودنو کې "درې بې ګناه هېوادوال وژل شوي، ۵ ټپيان دي."
خو ځینو افغان رسنیو د دغو چاودنو د قربانیانو شمېر تر دې ډېر لوړ وښود او د بلخ د ځايي چارواکو په حواله یې د نهو کسانو د وژل کېدو او ۱۸ نورو د ټپي کېدو خبرونه خپاره کړل.
دا چاودنې داسې مهال شوي چې افغانستان کې خلک کوچني اختر ته په چمتووالي بوخت دي او دغو ورځو کې معمولآ د خلکو تګ راتګ او ګڼه ګوڼه ډېره وي.
غبرګونونه
مزار شریف ښار کې دغه غبرګې چاودنې له غبرګون سره مخ شوې دي.
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي دا چاودنې "بشري ضد جنایت" او "د افغانستان د خلکو د سولې او ارامۍ د دښمنانو" کار بللی دی.
د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شورا مخکني مشر عبدالله عبدالله پر خپل ټویټر لیکلي چې "د عمومي ځایونو او بې دفاع خلکو هدف ګرځول هېڅ دیني او انساني توجیه نه لري."
هغه زیاته کړې چې د روژې وروستیو ورځو شپو کې او د کوچني اختر په رانږدې کېدو سره زموږ خلک سولې او ارامۍ ته اړتیا لري.
د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند وايي د پېښې د عاملینو د موندلو هڅې روانې دي او "د قانون منګولو ته به وسپارل شي."
په ورته وخت کې افغانستان کې د ایران او پاکستان سفاروتو هم مزار شریف ښار کې د تېرې ورځې مرګونې چاودنې غندلي.
کابل کې د پاکستان سفیر منصور احمد خان پر خپل ټویټر لیکلي چې نړیوال دې افغانستان سره د ترهګرۍ پر ننګونو برلاسه کېدو کې همکاري وکړي.
څو ورځې وړاندې د مزار شریف ښار یوه جومات کې چاودنه شوې وه چې لسګونو کسانو ته پکې مرګژوبله اوښتې وه.
د هغې چاودنې مسوولیت داعش منلی و.