د کندوز یوه جومات کې چاودنه؛ لږ ترلږه ۳۳ کسان وژل شوي ۴۳ ټپیان دي

د افغانستان د شمال کندوز ولایت د امام صاحب ولسوالۍ یوه جومات کې مرګونې چاودنه شوې.

د طالبانو حکومت مرستیال ویاند بلال کریمي پر خپل ټویټر لیکلي چې دې پېښه کې د ماشومانو په ګډون ۳۳ کسان وژل شوي او ۴۳ نور ټپیان دي.

ځینو سرچينو د دې پېښې د قربانیانو شمېر له ۶۰ تنو لوړ ښودلی دی.

تر اوسه د دې پېښې څرنګوالی مالوم نه دی او مسوولیت یې هم چا نه دی منلی.

وړاندې د کندوز د عامې روغتیا مشر نجیب الله ساحل بي بي سي ته ویلي و چې دا چاودنه د صوفي طریقت د لارویانو جومات کې شوې او قربانیان یې تر ډېره هغه عبادت کوونکي دي چې تر لمانځه وروسته د ذکر لپاره راټول شوي وو.

له دې سره هممهاله د کابل ښار پر دارالامان سړک د سوداګرۍ وزارت ته څېرمه هم یوه چاودنه شوې.

د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ بي بي سي پښتو پاڼې ته ویلي چاودېدونکي توکي ګلدان کې ځای پر ځای شوي وو او چاودنې یې یو ملکي کس وژلی او بل ټپی کړی دی.

د یادونې ده چې تېره ورځ (پنجشنبه) د مزار شریف ښار یوه جومات کې چاودنې لږترلږه ۳۱ کسان وژلي او نږدې ۹۰ نور ټپي کړي وو.

باختر خبري اژانس د جمعې پر ورځ د چارواکو له خولې ولیکل چې د مزار شریف چاودنه کې د وژل شویو کسانو شمېر ۴۰ ته لوړ شوی دی.

د دې چاودنې مسوولیت داعش منلی و.

د بښنې نړیوال سازمان د مزار شریف ښار چاودنې غبرګون کې ویلي و چې دا پېښه بشریت ضد جنایت ګڼل کېدای شي.

د پنجشنبې پر ورځ همدې کندوز کې هم یوې چاودنې ۴ کسان وژلي او ۱۸ ټپي کړي وو.

هغه چاودنه د کندوز د پنځمې امنيتي حوزې اړوند سيمه کې پر یوه کاسټر موټر شوې وه چې د چارواکو په وینا د قول اردو فني کسان (مستریان) یې لېږدول.

طالبانو ادعا کړی چې د مزار شریف ښار جومات کې د پنجشنبې ورځې د برید طراح یې نیولی دی.