ملګري ملتونه: روانډا ته د کډوالو استولو بریتانوۍ پالیسي له نړیوال قانونه سرغړونه ده

د ملګرو ملتونو کډوالو اداره وايي، د بریتانیا هغه پلان چې غواړي یو شمېر روانډا ته واستوي، له نړیوالو قوانینو سرغړونه ده.

د یو این ایچ سي ار مسوولینو په خبره د کډوالو له حیثیته د مسوولیت لېږدولو هڅه د منلو نه ده.

د بریتانیا لومړي وزیر بورېس جانسن بیا وايي، دا پروګرام له نړیوال قانون سره سم دی. د ۱۲۰ میلیونو پاونډو دې پروګرام له مخې به هغه کسان چې د جنورۍ له لومړۍ نېټې وروسته بریتانیا ته له غیر قانوني لارې ننوتي، روانډا ته استول کېږي او د ختیځې افریقا په دې هېواد کې به د مېشت کېدو لپاره د غوښتنلیک وړاندې کولو حق لري.

بریتانوي چارواکي وايي، لومړي سر کې به د هغو مجردو نارینه وو استول ښايي په څو اونیو کې پیل شي، چې په غیر قانوني توګه له سمندري لارې او یا لاریو کې بریتانیا ته رسېدلي دي.

له ۱۶۰ ډېرو خیریه ټولنو، اپوزېسیون ګوندونو او د بریتانیا واکمن محافظه کار ګوند یو شمېر غړو بیا له حکومته غوښتي چې د دې پالیسي له عملي کولو تېر شي.

د ملګرو ملتونو کډوالو ادارې یو این ایچ سي ار یوې مرستیالې سکرترې ګیلیان ټریګز د بي بي سي راډیو -۴ یوه خپرونه کې وویل، اداره یې د کډوالو پر حیثیت د غور موضوع یوه بل هېواد ته سپارل په سختو ټکو غندي او دا له مسوولیته د اوږې سپکولو په مانا بولي.

د اسټرالیا بشري حقونو دا مخکینۍ فعاله وايي، دا ډول پالیسۍ چې اسټرالیا کې هم پلې شوې، ښايي یو مخنیوی واوسي، خو په وینا یې ''داسې نورې قانوني لارې چارې هم شته چې ورته پایلې درلودلای شي. ''

اسټرالیا له هېواده بهر داسې یو شمېر توقیف ځایونه لري چې له ۲۰۰۱ کال راهیسې زرګونه پناه غوښتونکي ورلېږدول شوي دي.

ملګرو ملتونو او مدني فعالانو د دې توقیف ځایونو پر معیار پرلپسې نیوکې کړې او خپله اسټرالیايي چارواکي وايي، ۲۰۲۱- ۲۰۲۲ کلونو کې به له هېواده بهر پر دې پروسه ۸۱۱ اعشاریه اته میلیونه ډالره لګښت وکړی.

اغلې ټریګز وايي اسراییل اریټریايي او سوداني کډوال په ورته توګه روانډا ته استولي وو، خو هغوی په اسانۍ له دې هېواده ووتل او د کډوالۍ سفر یې بېرته له سره پیل کړ.

نوموړې وايي، ''چې په اسانو ټکو یې ووایم، دا اوږدمهاله مخنیوی نه دی. ''