تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
لندن ته څېرمه د اوکراییني شتمن مړی موندل شوی
د بریتانیا پولیس وايي دغه هېواد کې یو مېشت اوکراییني الاصله الیګارشي "د شتمنې او نحیبې طبقې کس" میخایل (میشا) واټفورډ خپل کور کې مړ موندل شوی دی.
د انګلستان په سویل ختیځ کې د سري سیمې پولیس وايي، د ۶۶ کلن واټفورډ د مرګ په اړه څېړنې پیل شوې دي.
میخایل واټفورډ د پخواني شوروي اتحاد له ړنګیدو وروسته د تېلو او ګازو په صنعت کې ځان شتمن کړ.
پولیس وايي تر اوسه د نوموړي د مرګ پر لامل نه پوهېږي خو فکر نه کېږي چې مرګ دې یې "مشکوک" وي.
ښاغلی واټفورډ په ۱۹۵۵ کال کې د پخواني شوروي اتحاد په اوکراین کې زېږېدلی او د ۲۰۰۰ مو کلونو په لومړیو کې بریتانیا ته تللی و.
هغه له خپلې استونیايي میرمنې سره په سري سیمه کې ژوند کاوه.
څو کاله وړاندې راپور ورکړل شوی و چې هغه بریتانیا ته له تګ وروسته خپل تخلص له تولستوشیا واټفورډ ته اړولی دی.
هغه داسې وخت کې مړ موندل شوی چې پر اوکرایین د روسیې له برید وروسته بریتانیا او نورو لوېدیځو هېوادونو کې عامه افکار ولادیمیر پوتین ته نږدې شتمنو ته ور اوښتی دی.
له دې ډلې د یو شمېر کسانو شتمنۍ هم ضبط شوې دي.
تر اوسه ولادیمیر پوتین ته د ښاغلي واټفورډ د نږدېوالي او د بریتانیا حکومت د بندیزونو په لیست کې د هغه د شتون په اړه هېڅ شواهد نه دي تر لاسه شوي.