د امریکا پوځي مرستو لومړنی ۹۰ ټنه بار اوکرایین ته ورسېد

اوکرایین

د عکس سرچینه، Getty Images

د امریکا متحدو ایالتونو د پوځي مرستو لومړنۍ جوپه چې دې وروستیو کې د دغه هېواد ولسمشر جو بایډن تایید کړې وه، د اوکراین پلازمېنې کیېف ته رسېدلې ده.

کیېف کې د امریکا سفارت وايي، دې ۹۰ ټنه بار کې د لومړۍ کرښې اوکراییني پوځیانو لپاره تجهیزات استول شوي دي.

د امریکا سفارت اعلامیه کې په دې تړاو ویل شوي، متحده ایالاتونه د روسیې پراخېدونکو ګواښونو پر وړاندې له ځانه د اوکرایین دفاع کې مرستې ته ژمن دي.

روسیې له اوکرایین سره پر پوله نژدې ۱۰۰ زره پوځیان ځای پر ځای کړي دي، خو په وینا یې د یرغل پلان نه لري.

په پام کې ده، ولسمشر بایډن چې کمپ ډېوډ کې د متحدو ایالتونو ولسمشرۍ کمپ ته تللی، له امنیتي سلاکارانو سره خبرې وکړي.

په پام کې ده، د امریکا بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن به هم دې خبرو کې ګډون وکړي، چې له دې مخکې یې د روسیې له بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف سره لیدلي دي.

صادقانه مذاکرات

د روسیې او امریکا بهرنیو چارو وزیران پرون د جنېوا یوه هوټل کې له لیدنې وروسته روغبړ کوي.

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، د روسیې او امریکا بهرنیو چارو وزیران پرون د جنېوا یوه هوټل کې له لیدنې وروسته روغبړ کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن او د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف سره په داسې حال کې نن په جنیوا کې سره وکتل چې پر اوکرايین د روسیې د احتمالي برید په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.

ښاغلي بلینکن له غونډې وروسته په خبرو کې دا ليدنه يوه "مهمه شېبه" وبلله.

نوموړي زیاته کړه چې امریکا او روسیه "نن دلته د خپلو اختلافاتو د حل کولو تمه نه لري خو هیله ده چې وګوري ډیپلوماسۍ لا هم یو ګټور انتخاب دی".

بل پلو ښاغلي لاوروف هم دغه خبرې اترې "ګټورې" وبللې.

سرګي لاوروف هغه دریځ تکرار کړ، چې د اوکرایین پر پوله یو ځای شوي پوځیان به پر دغه هېواد د یرغل لپاره نه کارول کېږي.

امریکا بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن وايي، د یرغل په صورت کې به امریکا سخت غبرګون وښيي.

د یادونې ده چې د اته کاله مخکې سختې جګړې راهیسې د اوکرایین ختیځې سیمې د روسیې پلوه وسله والو په لاس کې ده.

د سولې له یوې نازکې هوکړې مخکې په هغه جګړه کې ۱۴ زره کسان ووژل شول او نژ دې دوه میلیونه کسان له کور، کلي تېښتې ته اړ شول.

ښاغلي بلېنکن دا خبري 'څرګندې او اساسي ' بللې او ښاغلي لاوروف بیا وايي، د 'معقولو ' خبرو پیل لپاره دا یوه صمیمي لیدنه وه.

ښاغلي بلېنکن له دې لیدنې وروسته وویل، امریکا چمتو ده، د روسیې پر اندېښنو غور وکړي او د ورته غبرګون تمه کوي.

له دې مخکې شنونکو ویلي، دې موضوعاتو کې ښايي د پوځي تمریناتو په هکله څرګند دریځ او دغه راز په اروپا کې د توغندیو ځای پر ځای کول شامل وي.

دا اصول مخکې د متوسط واټن اتومي ځواک په نامه د سړې جګړې مهال په یوه هوکړه کې شامل وو، چې پر روسیې له دې هوکړې د سرغړونې له تورونو وروسته امریکا ۲۰۱۹ کال کې لغو کړه.

ښاغلي بلېنکن دغه راز له روسیې غوښتي د اوکرایین د یرغل رویه پرېږدي او پر پوله د پوځونو له ځای پر ځای کولو لاس په سر شي.

روسیه دا مهال له اوکراین سره پر پوله شاوخوا سل زره پوځیان لري، خو د برید پلان یې رد کړی دی.

د روسیې ولسمشر ولادیمر پوتین ټینګار کوي چې اوکرایین ته باید د ناټو سازمان غړیتوب ور نه کړل شي.

نوموړی دغه راز له ناټو سازمانه غواړي چې په ختیځه اروپا کې له پوځي فعالیتونو لاس واخلي.