کرېکټ: افغانستان هالنډ ته په ۳۶ منډو ماته ورکړه

د عکس سرچینه، Getty Images
د افغانستان او هالنډ (نیدرلنډ) تر منځ د کرېکټ دریو یوه ورځنیو لوبو لومړۍ سیالۍ کې افغانستان هالنډ ته په ۳۶ منډو ماته وکړه.
دغه لوبې چې د افغانستان په کوربتوب د قطر پلازمېنه دوحه کې تر سره کېږي، هالنډ يې د نننۍ لوبې د پچې له ګټلو سره لومړی د توپ اچولو پرېکړه وکړه.
افغان لوبډلې د ټولو ۵۰ اورونو له لوبې وروسته د اتو ويکټو په زیان ۲۲۲ منډې وکړې او هالنډ ته یې د ۲۲۳ منډو هدف وټاکه.
په ځواب کې هالنډ ونتوانېد ټاکلی هدف پوره کړي او وروستۍ لوبغاړی يې د ۴۹ اوور په وروستي توپ وسوځېد.
د افغانستان او هالنډ (نیدرلنډ) تر منځ د کرېکټ دریو یوه ورځنیو لوبو لومړۍ سیالۍ کې نیدرلنډ پچه وګټله او افغانستان ته یې د توپوهنې بلنه ورکړه.
رحمان الله ګربز د ۱۳ منډو له جوړولو وروسته د افغانستان لومړنی لوبغاړی و، چې د لوبې دریم اوور کې وسوځېد او له میدانه بهر شو.
د افغانستان له لوري لوبډلمشر حشمت الله شهیدي تر ټولو ډېرې ۷۳ منډې وکړې او له دې سره د غوره لوبغاړی هم ونومول شو. رحمت شاه دویم لوبغاړی و، چې ښه وځلېد او ۷۰ منډې یې وکړې.
عثمان غني او ګلبدین نایب په ترتیب سره ۲۴ او ۱۶ د یادونې وړ منډې وکړې.
د توپ وهلو برخه کې د هالنډ د لوبې پيل ښه و خو په اتم اوور کې يې لومړۍ وېکټه له لاسه ورکړه. راشد خان درې وېکټې واخيستې. مجيب الرحمان ځدراڼ او يمن احمدزي هر يوه دوه دوه لوبغاړي وسوځول.
په افغان لوبډله کې محمد نبي او نوين الحق نشته، افغان کرېکټ بورډ وايي محمد نبي غواړي پر ځای يې ځوان لوبغاړي ولوبېږي.
نوين الحق بيا شل اوريز نړيوال جام ته د چمتو کېدو په موخه له کرېکټ بورډ غوښتي وو چې په يو ورځنيو سياليو کې نه لوبېږي.
په لوبډله کې ځينو ځوانو لوبغاړو لکه فضل حق فاروقي، محمد سلام ساپی، عظمت الله عمرزی، رياض حسن او شاهد الله کمال ته هم ځای ورکړل شوی دی.

د عکس سرچینه، ACB
د افغانستان او هالنډ تر منځ دا لوبې د کرېکټ د نړیوالې شورا د سوپر لیګ برخه ده چې د ۲۰۲۳ نړیوال جام د غوراوي لپاره کېږي. افغانستان په دې ليګ کې ۳۰ نومرې يا پواينټونه لري.
د افغانستان کرېکټ بورډ معلوماتو له مخې افغانستان په نړيوالو يو ورځنيو لوبو کې تر اوسه شپږ ځلې له هالنډ سره مخ شوی چې له دې لوبو څلور افغان لوبډلې او پاتې دوې نيدرلنډ لوبډلې ګټلې دي.
رحمان الله ګربز، عثمان غني، رحمت شاه، حشمت الله شهیدي (لوبډلمشر)، نجیب الله ځدراڼ، شاهدالله، ګلبدین نایب، شرف الدین اشرف، راشد خان، مجیب الرحمان او یامین احمدزی د افغانستان لپاره او پیټر سیلار، کولین اکرمان، سکاټ ایډورډز، فریډ کلاسین، برانډون کلوور، باس دي لیدي، فیلیپ بویسیوان، ثاقب ذوالفقار، ویون کینګما، بوریس ګورلي او موسی احمد نننۍ لوبه کې د نیدرلنډ له لوري برخه لري.










