تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د افغانستان مخکیني پارلمان کې د هندوانو او سیکانو استازي د طالبانو ريس الوزرا له مرستیال سره لیدلي
د افغان هندوانو او سیکانو یو شمېر استازو د طالبانو حکومت رئیس الوزرا له مرستیال سره په ارګ کې لیدلي دی.
د دې لیدنې په تصویرونو کې د افغانستان مخکیني حکومت ملي شورا کې د افغان هندوانو او سیکانو استازی نرېندر سینګ خالصه هم لیدل کېږي.
د طالبانو د ویاند مرستیال انعام الله سنګانی وايي، د هندوانو او سیکانو استازو په دې لیدنه کې غوښتنه کړې، چې د دوی غصب شوي جایدادونه باید بېرته ورکړل شي.
د دې استازو له قوله ویل شوي، دوی تل د هېواد په ودانۍ کې برخه درلوده او راتلونکي کې هم غواړي په هېواد کې پاتې شي او د هېواد په چارو کې رغنده برخه واخلي.
د طالبانو د ویاند مرستیال بلال کریمي په یوه ټویټر پیغام کې د طالبانو حکومت د رئیس الوزرا مرستیال مولوي عبدالکبیر له قوله وايي: ''افغانستان د ټولو ګډ کور دی او ټول هغه اقوام چې په دې هېواد کې ژوند کوي، په امنیت کې د ژوند کولو او د دې هېواد په ابادۍ کې د برخې اخیستو حق لري. ''
د ښاغلي سمنګاني په وینا دا لیدنه په سپیدار ماڼۍ کې شوې ده.
د یادونې ده، چې سپیدار ماڼۍ د پخواني حکومت ملي روغې جوړې شورا د مشر عبدالله عبدالله د دفتر په توګه کاروول کېده.
د کورنیو جګړو پر مهال ګڼ شمېر افغان سیکان او هندوان له هېواده کډوال شول او خورا لږ شمېر یې په هېواد کې پاتې و. په تېر اګست میاشت کې چې افغانستان کې طالبان واکمن شول، یو شمېر پاتې سیکان او هندوان هم له افغانستانه ووتل، چې نرېندر سینګ خالصه هم پکې شامل و.
په ډيلي هوايي ډګر کې د ښاغلي خالصه د ژړا پر مهال اخیستل شوی ویډیويي کلیپ خورا ډېر لاس پر لاس شو، خو له ارګه په تازه خپرو شویو تصویرونو کې د هغه شتون ښيي چې نوموړی بېرته هېواد ته ستون شوی دی.