پوتین: افغانستان کې له بدلون وروسته د روسیې امنیت لپاره نورو ګامونو ته اړتیا ده

د عکس سرچینه، Reuters
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي هغه څه چې په دې وروستیو کې افغانستان کې پېښ شول په دې معنی دي چې په سویلي پوله کې د روسیې د امنیت لپاره لا نورو ګامونو ته اړتیا ده.
ښاغلي پوتین چې نن ( پنجشنبه نومبر ۱۸ ) یې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت کالج کې یې وینا کوله د منځینۍ آسیا هېوادونو امنیت ته په اشارې وویل چې د روسیې د امنیت لپاره د منځنۍ آسیا له هېوادونو سره مرسته په کار ده.
هغه روسیه داسې یو هېواد یاد کړ چې د سیمې د امنیت مسؤولیت یې تر غاړې دی. ده وویل : "موږ باید همداسې کړنو ته دوام ورکړ چې وکولی شو د کډوالو له کنټروله وتلي بهیر مخه ونیسو او ترهګر او نور مجرمینو پرېنږدو چې زموږ له پولو را تیرې شي ".
په تېرو شاوخوا درې میاشتو کې له کله چې طالبانو پر کابل ولکه ټېنګه کړی دا لومړی ځل نه دی چې روسیه له افغانستانه د خپل امنیت په اړه احتمالي خطرونو ته اشاره کوي.
څو ورځې وړاندې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د پخواني شوروي اتحاد د غړو هېوادونو ټولنې سرمشریزې ته ویلي وو چې یوازې د داعش ډلې دوه زره وسله وال د افغانستان په شمال کې ځای پر ځای شوي دي. هغه ویلي د داعش او نورو ترهګرو ډلو غړي هڅه کوي د کډوالو په توګه د منځنۍ آسیا هېوادونو ته ځانونه ورسوي.
خو په ورته وخت کې روسیه یو له هغو هېوادونو دی چې پر کابل له ولکې وړاندې یې هم له طالبانو سره ښه راشه درشه لرله.

په دې وروستیو کې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته د ټولیز امنیت سازمان 'سي اېس ټي او ' شپږو غړو هېوادونو په تاجکستان کې د افغانستان پولې ته نژدې د روسیې په مشرۍ ګډ پوځي تمرینات وکړل.
په دې پراخو پوځي تمرینونو کې د بېلاروس، ارمينيا، قزاقستان، قرغزستان او تاجکستان پوځیان ګډون درلود.
له افغانستانه روسیې ته د امنیتي اندېښنو او احتمالي خطرونو په اړه د ښاغلي پوتین دا څرګندونو داسې مهال کیږي چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې ډېبورا لاینز د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته ویلي چې داعش ډلې ټول افغانستان ته خپل فعالیتونه غځولي دي.
خو طالبانو تل ټېنګار کړی چې د افغانستان خاوره به د بل کوم هېواد پر ضد نه کارول کیږي. د دوحې هوکړه کې هم دې ډلې ژمنه کړې وه چې ترهګرو ډلو ته به افغانستان کې ځای نه ورکوي.
طالبان دغه راز اسلامي دولت یا داعش ډله لوی امنیتي ګواښ نه بولي. د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد نن ( پنجشنبه نومبر ۱۸) بي بي سي سره خبرو د ملګرو ملتونو د ځانګړې استازې مېرمن لاینز تازه څرګندونې رد کړې.
هغه وویل دا ډله ځینو ښارونو کې فعالیت لري خو طالبان یې پر وړاندې هره ورځ عملیات کوي او په تېرو دوه درې میاشتو کې یې د دې ډلې ۶۰۰ غړي نیولي او ۲۱ مرکزونه یې له منځه وړي دي.










