افغانستان کې د بشري ناورین په اړه خبرداری: 'نړیوال دې پر خپلو کړنو له سره غور وکړي'

افغانستان کې بې ځایه شوي کډوال

د عکس سرچینه، AFP/GETTY

د ناروې د کډوالو شورا خبرداری ورکړی چې د نړیوال بانک او د نورو نړیوالو تمویلوونکو د مالي سرچینو بندېدو، په افغانستان کې ملکیان له ناروښانه راتلونکې سره مخ کړي دي.

د دغه بنسټ مشر یان اېګلنډ له نړیوالو تمویلوونکو بنسټونو غوښتي چې پر خپلو اقداماتو له سره غور وکړي. ده ویلي چې طالبان د وضعیت د کابو کولو جوګه نه دي او د عامه خدمتونو کارکوونکي هېڅ ډول مالي مرسته او معاش نه ترلاسه کوي.

یان ایګلنډ چې په دې وروستیو ورځو کې کابل ته تللی وو افغانستان کې د بشري وضعیت په اړه خبرداری ورکړ او زیاته یې کړه چې دغه هېواد په لا ژور ناورین کې ډوبېږي. ده له نړیوالو مرستندویه بنسټونو وغوښتل چې د افغانستان په اړه پر خپلو اقداماتو له سره غور وکړي.

د ناروې د کډوالو شورا مشر غوښتنه وکړه چې هغه هېوادونه چې له دې ځایه وتلي، د پیسو د لېږد رالېږد او د افغانستان د بانکي سیستم پر بیا فعالولو دې فکر وکړي:

"د عامه خدمتونو د برخې ۷۰ سلنه بودیجه د نړیوال بانک او لوېدیځ پرمختیايي بنسټونو تامینېږي. اوسمهال دا ټولې مرستې درېدلې دي او د افغانستان اقتصاد د طالبانو د واکمنۍ، د پولو د تړل کېدو او نورو ستونزو له امله مخ په کښته روان دی. ".

دا لومړی ځل دی چې پر افغانستان د طالبانو تر واکمنۍ وروسته یو مرستندویه بنسټ دغه هېواد ته د پیسو پر لېږدونې د بندیزونو د لېرې کولو غوښتنه کوي.

افغانستان بشري ناورین

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، افغانستان کې مرسته ته د اړو کسانو شمېر ورځ پر ورځ زیاتیږي

د دغه خیریه موسسې د مشر خبرداری داسې مهال ورکول کېږي چې د افغانستان ساړه ژمي ته ډېر وخت نه دی پاتې. ډېری هغه کورنۍ چې له خپلو مېنو بې ځایه شوي، په ډېر بد وضعیت کې په کمپونو کې چې ژوند کوي.

ښاغلی اېګلنډ هغو پنډغالو ته هم ورغلی دی چې له ډېرو کلونو راهیسې په کې کډوال مېشت دي. ده له یو شمېر کډوالو سره لیدلي چې ځینې یې آن له هلمنده کابل ته تللي او وايي سره له دې چې امنیت ښه شوی خو د خوراک لپاره څه نه لري.

دا خبر داری داسې مهال ورکول کیږي چې ملګرو ملتونو ویلي په نژدې راتلونکې کې به د افغانستان له ۳۳ میلیونه نفوسه، په درېو کې یوه برخه له لوږې سره مخامخ شي.

له شپږو اوونیو راهیسې چې طالبانو واک ته رسېدلي عامه خلکو ته د مرستې رسولو سیستم او بودیجه یا له ستونزو سره مخ شوې او یا هم له مینځه تللې.

په وروستیو کې د امریکا متحده ایالتونو د مالیې وزارت د طالبانو د واکمنۍ پر څرنګوالي له شته اندېښنو سره سره، دوه جوازلیکونه صادر کړل چې افغانستان ته د بشري مرستو رسولو ته اجازه ورکوي، او طالبانو یې هم هرکلی وکړ.