د طالبانو له بندیز سره سره کابل او نورو ښارونو کې مظاهرې وشوې

د طالبانو له خوا له بندیزونو سره سره د ا فغانستان په بېلا بېلو ښارونو کې یو شمېر مظاهره کوونکي نن (پنجشنبه) بیا هم سړکونو ته راووتل.

په کابل کې لسګونو کسانو د پاکستان د سفارت مخې ته مظاهره وکړه.

مظاهره کوونکي وايي چې طالب وسله والو د دوی د شړلو لپاره ډزې پرې وکړې.

دغه راز له پروان او نیمروز ولایتونو نه هم د مظاهرو رپوتونه ورکړل شوي دي.

بل لور د هغو دوو خبریالانو تصویرونه هم خپاره شوي چې ویل کېږي پرون چهارشنبه یې د مظاهرو په اړه رپوټونه خپاره کړي.

دغه دوه خبریالان وايي چې د طالبانو د توقیف پرمهال سخت شکنجه شوي دي.

د دوی له ډلې یوه ویلي: ''یوه طالب خپله پښه زما پر سر کېښوده، زما مخ یې د کانکرېټ په لور زور کړ، په سر یې په لغتو وهلم، ما فکر کاوه چې وژني مې. ''

نقدي له خپل همکار تقيي دریابي سره یو ځای د پولیسو د پوستې مخې ته د ښځو د مظاهرې په اړه اطلاعات روز ورځپاڼې ته رپوټ ورکاوه.

د پاکستان د سفارت مخې ته په وروستې مظاهره کې مظاهره کوونکو شعارونه ورکول چې ''موږ ازادي غواړو. ''

دغه راز رپوټونه وايي چې په پروان کې هم د طالب وسله والو له خوا پر مظاهره کوونکو ډزې شوې دي.

مظاهره کوونکو شعارونه ورکول چې ''هېڅوک موږ نه شي غلي کولای، مرګ پر پاکستان او امریکا. ''

پرون چهارشنبه (د سپتمبر اتمه) لسګونو ښځو په کابل او بدخشان ولایت کې د طالبانو له خوا د سرپرست حکومت له اعلان وروسته مظاهرې وکړې.

تېره سې شنبه په هرات کې د مظاهرو پرمهال ډزو کې درې کسان ووژل شول. خو طالبان په دې تاوتریخوالي کې لاس لرل ردوي.

دغه راز رپوټونه وايي چې د کابل په ځینو برخو کې انټرنېټي اسانتیاوې ځنډول شوې دي.

افغان خبریال بلال سروري وايي، د مخباراتو په سکتور کې څو سرچینو ورته تایید کړې ده چې طالبانو تيلېفوني شبکو ته امر کړی چې په ځینو ولسوالیو کې انټرنیټي خدمات په موقتي ډول بند کړي.

پر مظاهرو بندیز

په کابل، نیمروز او پروان کې د ننیو مظاهرو به اړه رپوټونه په داسې مهال ورکړل شوې چې د طالبانو کورنیو چارو وزارت پرون ويلي و، هیڅوک باید د مظاهرو په نامه لارو کوڅو ته و نه وځي.

د کورنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویل شوي، مظاهرې بايد 'قانوني وي ' له عدلیې وزارته رسمي اجازه ترلاسه شي او امنیتي ادارو ته باید خبر ورکړل شي.

په اعلامیه کې دغه راز راغلي چې ''د مظاهرې مقصد او شعارونه، د مظاهرې ځای، د پيل او پای وختونه او نور جزئيات باید لږ تر لږه ۲۴ ساعته مخکې له اړوند ادارو سره شریک او اجازه ترلاسه شي. ''