یونان له ترکیې د افغان کډوالو ورتلو مخنیوي لپاره پر پوله کټارې لګولې

د عکس سرچینه، Reuters
یونان له ترکیې سره پر خپله پوله د افغان کډوالو مخنیوي لپاره ۴۰ کیلومتره کټاره او د څار نظام لګولی دی. دا چاره په یونان کې له هغو اندېښنو وروسته تر سره کېږي چې ښايي د ترکیې له لارې د افغان کډوالو لویې جوپې یونان ته د ننوتو هڅه وکړي.
ایوروس سیمې ته د جمعې پر ورځ د سفر بهیر کې د یونان خلکو خوندیتوب وزیر میکالیس کریسوچودیس وویل:
''موږ د احتمالي اغېز تر مهاله نه شو کولای لاس تر زنې کېنو. ''
نوموړی وايي، د هېواد له پولې به یې تېرېدل ناشوني وي.
دغه څرګندونې داسې مهال شوې چې ترکیې له اروپايي هېوادونو د افغان کډوالو مسوولیت اخیستو لپاره پر اروپايي هېوادونو غږ کړی دی.
د یونان له لومړي وزیر کیریاکس میتسوتاکیس سره ټیلیفوني خبرو کې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي، له افغانستانه د خلکو وتلو کې پاموړ زیاتوالی 'د ټولو لپاره یوه ننګونه کېدای شي. '
نوموړي وویل:
'که په افغانستان او ایران کې مناسب اقدامات و نه شي، د کډوالۍ یوې نوې څپه حتمي ده. '
د طالبانو لاس ته د افغانستان له لویدو وروسته دغه هېواد کې ځینې کسانو سره د خپل امنیت په هکله اندېښنې ډېرې شوې دي او له هرې شونې لارې له هېواده د وتلو هڅه کوي.
د یونان خلکو خوندیتوب وزیر میکالیس کریسوچودیس وايي، دې بحران سره اروپا ته د 'کډوالۍ ډېرېدو ' احتمال ډېر شوی دی.
یونان ته ۲۰۱۵ کال کې د منځني ختیځ بحران پر مهال تر یو میلیون پورې له جګړو او بې وزلۍ تښتېدلي کډوال ورغلي وو، او اوس یې چارواکي هغه افغان کډوال به بېرته وشړي چې په غیر قانوني توګه دې هېواد ته ورځي.
تېر کال اتنز له هغه وروسته په موقت ډول د کډوالۍ غوښتنلیکونه بند کړل چې ترک ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل اروپا ته یې ''د کډوالو پر مخ دروازې پرانیستلې. '









