تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
غني پارلمان ته: د اکوړه خټک مدرسه نه پرېږدو چې د افغانستان راتلونکی وټاکي
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د دوشنبې په ورځ ( د اګسټ ۲) د افغان پارلمان له سناتورانو او وکیلانو وغوښتل چې د طالبانو پرضد د ولسي ملاتړ بسیج کې ور سره مرسته وکړي.
ښاغلي غني پرته له دې چې د کوم هېواد یا کس نوم یاد کړي وویل: "د اکوړه خټک مدرسه نه پرېږدو چې د افغانستان راتلونکی وټاکي".
نوموړي د ولسي او مشرانو جرګې فوق العاده غونډه کې وویل، د امنیتي وضعیت بدلولو لپاره پلان چمتو دی او "راتلونکو شپږو میاشتو کې به هېواد کې د فتنې روانه څپه ختمه شي".
دا د ولسمشر غني په واکمنۍ کې اول ځل دی چې د پارلمان داسې غونډه جوړه شوه او له امله یې د ولسي جرګې او مشرانو جرګې غړي له رخصتۍ دې جرګې ته د ګډون لپاره ورغلل.
ولسمشر غني خپلو خبرو کې افغانستان کې د نږدې تېرو دریو میاشتو جګړې او د طالبانو پرمختګونو ته په اشاره وویل، د اوسني وضعیت وجه دا وه چې د بهرنیانو د وتلو تصمیم ناڅاپه ونیول شو.
تېرو دریو میاشتو کې طالبانو ډېرې ولسوالۍ او ځینې بندرونه ونیول او اوس د تاوتریخوالي تازه څپه د کندهار، هرات او لښکرګا په څېر څو مهمو ښارونو ته رسېدلې ده.
ولسمشر غني خپلو خبرو کې زیاته کړه: "د نړیوالو ځواکونو د وتلو له امله د رامنځ ته شویو خطرو مدیریت زموږ او یوازې زموږ مسوولیت دی. "
هغه وویل، دې برخه کې افغان حکومت د کورني او بهرني تبلیغاتي یرغل سره مخ شو.
د ښاغلي غني په وینا "ډېرې ګنګوسې اورو. لکه دا وضعیت د پټې معاملې له امله دی، کومه معامله نه ده شوې، دوه اړخیز تیاری نه و او منځني مشرتابه کې د لږ کمزوری مدریت له امله دا د شک او ابهام حالت جوړ شو. "
نوموړي پارلمان ته وینا کې وویل، افغانستان له لوی ازمون سره مخ دی او د پارلمان پر غړو یې غږ وکړ، چې د طالبانو سره د مقابلې لپاره له حکومت سره ودرېږي.
افغان ولسمشر د پارلمان غړو ته وویل: "له تاسو غواړم اوږه را کړئ چې په ګډه افغانستان ته روښان راتلونکی وټاکو. تاسو هر یو د ملت استازی په زرګونو رابطې لرئ، له خپلو پیاوړو اړیکو او شبکو کار واخلئ چې ملي بسیج جوړ شي او د افغانستا دوښمن ته پرېکند ځواب ور کړل شي."
پارلمان هم د غونډې پای کې د افغان امنیتي او نظامي ځواکونو په ملاتړ اعلامیه خپره کړه.
د وضعیت کابو کولو لپاره امنیتي پلان
ولسمشر غني غونډه کې دا هم وویل، د طالبانو د وروستیو پرمختیاوو سره د مقابلې او شپږو میاشتو کې استقرار ته د رسېدو پلان جوړ او پلي کول یې پيل شوي دي.
د ولسمشر غني په خبره، دې پلان کې مهم عنصر د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د خلکو ملي بسیج دی.
هغه دا هم وویل، دې پلان کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو دندې وېشل شوې دي.
افغان ملي اردو به د ستراتیژیکو اهدافو پر دفاع تمرکز کوي او دفاع وزیر او لوی درستیز به یې مسوولیت لري.
ښاغليغنيهمدا راز زیاته کړه چې پولیس د ښارونو او ستراتیجیکو ولسوالیو امنیت ساتي او د ملي امنیت ریاست او ملي امنیت سلاکار دفتر به د امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د خلکو د بسیج چارې پرمخ بیايي.
ولسمشر غني ټینګار وکړ چې د دې پلان د پلیتابه لپاره د امریکا په مشرۍ د خپلو متحدیتو منظم ملاتړ لري.
پر طالبانو نیوکې او د طالبانو غبرګون
ولسمشر غني خپلو خبرو کې وویل: "د تلپاتې او عادلانه سولې ته رسېدل لپاره موږ ډېره نرمي وښوده، خو زموږ دوښمن نه یوازې سولې ګام واخسیت، بلکې د حکومت اخلاص او صداقت یې کمزوري وښوده او جنګ یې سخت کړ."
ولسمشر غني یو ځل بیا ټینګار وکړ چې که طالبان سوله کوي نو دی ورسره کېناستو ته چمتو دی، خو که دا ډله زور کاروي نو د جګړې ډګر کې به ماتې ورکوي.
طالبانو پارلمان ته د افغان ولسمشر د وینا غبرګون کې ویلي، اشرف غني دې وینا سره غوښتل خپل وارخطا حالت او بد وضعیت کابو کړي.
افغان حکومت له طالبانو سره د تېر سپټمبر پر ۱۲ قطر کې له خبرو پیلولو مخکې د زرو حکومتي بندیانو خوشي کولو بدل کې تر پنځو زرو ډېر طالب بندیان خوشي کړل.
ولسمشر غني د سولې لپاره د وار مخکې ټاکنو خبره هم وکړه، خو طالبان له واکه د نوموړي پر لرې کېدو ټینګار کوي.