تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ولسمشر غني او خلیلزاد "د سولې پروسې پر راتلونکو ګامونو او چټکتیا" غږېدلي
د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد نن دوشنبه کابل ته د خپل تازه سفر په ترڅ کې له افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د ملي مصالحې عالي شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله سره کتلي دي.
په امریکا کې د ولسمشر جو بایډن د واکمنۍ پیل راهیسې دا د سیمې هېوادونو ته د زلمي خلیلزاد لومړی سفر دی.
د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ په یوه اعلامیه کې ویلي، په دې کتنه کې "دواړو لوریو د سولې پروسې په راتلونګو ګامونو خبرې وکړې او د سولې پروسې پر چټکتیا یې ټینګار وکړ".
د ارګ اعلامیه کې راغلي: "ډاکتر زلمي خلیلزاد د سولې لپاره پر داخلي اجماع او سیمه ییزې او بین المللي ډيپلوماسۍ خوښي وښوده او یو ځل بیا یې په افغانستان کې د سولې ټینګښت لپاره د امریکا متحدو ایالتونو د اغېزناک رول ډاډ ورکړ".
همدا راز د ملي مصالحې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله دوشنبه له ښاغلي خلیلزاد سره تر کتنې وروسته پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي "دوحه کې د افغان سولې پر پروسې، د امریکا پر اوسنۍ بیاکتنې او راتلونکو ګامونو وغږېدو."
هغه زیاته کړې چې "موږ په سملاسي توګه د تاوتریخوالي د پای ته رسېدو او د سولې خبرو د چټکېدو په تړاو خپله غوښتنه تکرار کړه."
یاده دې وي چې زلمی خلیلزاد د امریکا پخواني ولسمشر ډونلډ ټرمپ د واکمنۍ پر مهال د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي په توګه ګومار شول و.
د ولسمشر جو بایډن له ټاکل کېدو وروسته د امریکا د بهرنیو چارو وزارت څه موده وړاندې اعلان وکړ چې ښاغلی خلیلزاد به په نوې اداره کې هم خپلې دندې ته دوام ورکوي.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې زلمی خلیلزاد به د خپل وروستي سفر پر مهال قطر کې د طالبانو له استازو سره هم وګوري.
په اعلامیه کې دغه راز زیاته شوې چې نوموړی به د سیمې هغو هیوادونو ته هم ولاړ شي "چې ګټې یې [د افغانستان] پاینده او عادلانه سیاسي هوکړې او دایمي اوربندې کې نغښتې دي."
یاده دې وي چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني کابل ته د زلمي خلیلزاد د تېر سفر پر مهال له هغه سره نه و لیدلي.
د سولې خبرې د خلیلزاد دېپلوماسۍ ته اړتیا لري؟
ښاغلي خلیلزاد دا سفر د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون تر لاسلیکېدو پوره یو کال وروسته په داسې مهال پیل کړی چې دوحه کې د بین الافغاني خبرو پروسه ټکنۍ شوې ده.
ښاغلي خلیلزاد د امریکا او طالبانو ترمنځ پر سوله هوکړه کې مهم رول درلود. اوس تمه کېږي چې نوموړی به خپلو هڅو سره د بین الافغاني مذاکراتو ټکنی بهیر هم بیا چټک کړي.
د امریکا د نوې ادارې چارواکو، د هغوی ځینو اروپايي متحدانو او افغان حکومت طالبان تورن کړي چې ګواکې د دوحې پر تړون یې عمل نه دی کړی، د تاوتریخوالي کچه یې لوړه ساتلې او له القاعده شبکې سره اوس هم اړیکي پالي.
افغان حکومت دا ادعا هم کوي چې طالبان دوحه کې د دوی استازو سره خبرو ته نه حاضرېږي. خو طالبان وايي امریکا سره د دوحې تړون کې پر کړو ژمنو ولاړ دي او پر هغو یې عمل کړی دی.
د دوی د سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر تازه د دوحې تړون د یو کلن کېدو په تړاو خپل پیغام کې ویلي که دا تړون په سمه توګه عملي شي نو ورسره په افغانستان کې سوله او ثبات ټینګېدلی شي.
نوموړي دا ټینګار هم کړی چې طالبان دې تړون ته ژمن دي او امریکا هم باید پر خپلو ژمنو عمل وکړي.
امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه له شاوخوا اتلس میاشتو سختو او پېچلو مذاکراتو وروسته د ۱۳۹۸ کال د کب/حوت پر لسمه چې د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ له ۲۹سره یې سمون درلود په دوحه کې لاسلیک شوه.
واشنګټن د همدې هوکړې له مخې افغانستان کې د خپلو ځواکونو شمېر له ۱۴ زرو څخه لومړی ۸۶۰۰ بیا ۴۵۰۰ او اوس ۲۵۰۰ ته راټیټ کړی دی.
خو د امریکا نوې ادارې ویلي چې طالبانو سره د ډونلډ ټرمپ د حکومت لخوا لاسلیک شوې هوکړه له سره ارزوي. د افغانستان حکومت هم د دې پرېکړې هرکلی کړی دی.
خو طالبان ټینګار کوي چې دوی پر دې هوکړه عمل کړی او نړیوال ځواکونه باید د همدې هوکړې له مخې د مارچ میاشتې تر پایه له افغانستانه ووځي.