تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
خلیلزاد له اسلام اباده کابل ته ستون شو
امریکايي چارواکي وايي، تمه لري چې پاکستان به د افغانستان د سولې بهېر ملاتړ لپاره خپل مثبت رول ته دوام ورکوي. دا خبره پاکستان ته د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د دوه ورځني سفر په پاي کې اسلام اباد کې د امریکا سفارت یوې وینا پاڼه کې کړې ده.
په دغه سفر کې ښاغلي خلیلزاد د پاکستان د بهرنېو چارو له وزیر شاه محمود قرشي او د پاکستان له لوی درستیز قمر جاوید باجوه سره وکتل او د افغان سولې پر بهیر یې خبرې ورسره وکړې.
د سفارت په وینا پاڼه کې راغلي، دې کتنو کې زلمي خلیل زاد د طالبانو پلاوي ته د سفر زمینې برابرو له امله د پاکستان مننه وکړه.
ښاغلي خلیلزاد پر ټویټر پاڼه لیکلي د پاکستان لخوا د بیا لپاره دې خبرې باندې تاکید چې دا افغانان دي چې خپله به خپله راتلونکې ټاکي مننه کوي.
ښاغلی خلیلزاد اوس بېرته کابل ته ستون شوی دی.
زلمی خلیلزاد پرون اسلام اباد ته تللی و او له دې وړاندې یې په کابل کې له چارواکو سره د سولې پر لارو چارو خبرې کړې وې. د پاکستان پوځ په وینا د ښاغلي خلیلزاد او جنرال باجوه تر منځ غونډه کې په ځانګړې توګه د افغان سولې په تړاو خبرې شوې دي.
تر دې مخکې د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویلي و، د دغه هېواد بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي پر بین الافغاني خبرو ټینګار کړی دی.
د ښاغلي قریشي په وینا، افغانستان کې سوله د پاکستان په ګډون د ټولې سیمې په ګټه ده.
زلمي خلیلزاد په اسلام اباد کې پاکستاني چارواکو ته په دوحه کې له طالبانو سره د خبرو په تړاو معلومات ورکړي. نوموړي ویلي، افغانستان کې د سولې لپاره هیلې ډېرې شوې دي.
ښاغلي خلیلزاد د افغان سولې بهیر کې د پاکستان له مرستې په یوه ټویټر پیغام کې مننه کړې.
اسلام اباد ته له خپل دغه دوه ورځني سفره مخکې ښاغلي خلیلزاد په کابل کې د افغان ولسشمر محمد اشرف غني په ګډون له حکومتي او سیاسي مشرانو سره لیدلي وو.
زلمي خلیلزاد پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي و چې د سولې لپاره د افغان دولت له مرکچي پلاوي سره يي د بین الافغاني خبرو د جدي اړتیا په سر خبرې کړې دي، خو ده تر اوسه له طالب استازو سره د شپږم پړاو خبرو او نېټې په اړه څه ندي ویلي.