تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د ولایتي شوراګانو او غزني کې د پارلماني ټاکنو ترسره کولو هوډ
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون وایي، ولسمشر محمد اشرف غني د دې کمېسیون له غړو سره د کتنې پرمهال د ولایتي شوراګانو او په غزني کې د پارلماني ټاکنو د ترسره کولو ملاتړ کړی دی.
ارګ هم اعلان کړی چې ولسمشر غني په دې لیدنه کې ویلي، حکومت د ټاکنو اصل ته ژمن دی او د دې بهیر لپاره به د اسانتیاو په برابرولو کې مرسته وکړي.
د ولایتي شوراګانو ټاکنې او په غزني کې پارلماني ټاکنې له څو کلونو راهیسې نه دي ترسره شوې او سره له دې چې قانوني موده یې پوره شوې، د پخوانۍ دورې ولسي استازي لاهم کار کوي.
د افغانستان د ټاکنو کمېسیون غړو د یکشنبې پر ورځ د ولایتي شوراګانو، د لویو ښارونو د ښاروالیو او د غزني د پارلماني ټاکنو ترسره کولو په اړه خپلې طرحې له ولسمشر محمد اشرف غني سره شریکې کړې دي.
دې کمېسیون وړاندې ویلي وو، که د دغو ټاکنو امنیت ټینګ او بودیجه یې برابره شي، چمتو دي چې د ۱۴۰۰ لمریز کال مني کې دغه ټاکنې ترسره کړي.
د یاد کمېسیون د دارالانشا مشر حبیب الرحمن ننګ بي بي سي ته وویل، ولسمشر غني اړوندو دولتي ادارو ته امر کړی چې د ټاکنو د کمېسیون د طرحې عملي کولو لپاره ګامونه پورته کړي.
ولسمشرۍ ماڼۍ هم وايي، ښاغلي غني د ټاکنو د کمېسیون طرحې هرکلی کړی او زیاته کړې يې ده چې حکومت یې د ټاکنو اصل ته ژمن دی او په دې برخه کې به لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.
له دې وړاندې د ټاکنو د څار بنسټونو، حکومت او د ټاکنو کمېسیون د ولایتي شوراګانو، د ولسوالیو شوراګانو او د غزني پارلماني ټاکنو لپاره د برنامې په نه درلودو تورن کړي وو.
د قانون په بنسټ، د غه ټاکنې باید څو کاله وړاندې ترسره شوې وای. د غزني ټاکنې دوه کاله وړاندې د ټاکنو د حوزوي کېدو پرسر د ناندریو له امله وځنډېدې.
د ولایتي شوراګانو ټاکنې هم باید له تېرو ولسمشریزو ټاکنو سره یوځای شوې وای، خو دا کار ونه شو او د ولایتي شوراګانو غړو قانوني موده پوره شوې او لا هم دوی خپلو دندو ته دوام ورکوي.
د ولسوالیو شوراګانو ټاکنې چې د اساسي قانون د جوړېدو لپاره د لویې جرګې اساسي برخه ده، ترسره شوې نه دي.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون ویلي وو، د اټکل له مخې د ولایتي شوراګانو ټاکنو لپاره ۸۰ میلیونو او په غزني کې د پارلماني ټاکنو ترسره کولو لپاره ۱۹ میلیونو ډالرو ته اړتیا ده.