د سولې خپلمنځي خبرو لپاره لا هم نېټه نه ده ټاکل شوې

د ویډیو تشریح، د سولې خپلمنځي خبرو لپاره لا هم نېټه نه ده ټاکل شوې

افغان دولت او طالبانو بي بي سي ته تائید کړې چې لا هم د سولې خپلمنځي خبرو لپاره نېټه نه ده ټاکل شوې.

تمه کېده چې دغه خبرې سبا د اګست پر ۱۶ رسماً په دوحه کې پیل شوې وای، خو له نامعلوم وضعیت سره سره بیا هم دواړه خواوې وايي چې د خبرو پیل لپاره بشپړ چمتووالی لري.

د دولت د مرکچي پلاوي اړوند تازه جزئيات وايي، دا پلاوی په څلورو بېلابېلو کمېټو کې تنظیم او د خبرو لپاره چمتو شوی دی.

خو لا هم د طالبانو د پلاوي د ترکيب اړوند جزئيات نه دي په ډاګه شوي او نه هم د افغانانو د خپلمنځي خبرو د پیل کره نېټه اعلان شوې ده.

د افغانستان د مصالحې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله نن د افغانستان له مرکچي پلاوي سره کتلي دي. دغه پلاوي ویلي، هوډ لري د خبرو په اوږدو کې د افغانستان خلکو ته پر وخت معلومات ورکړي.

له دې مخکې وسله والو طالبانو د دوی د خوشي کېدوونکو بندیانو او بین الافغاني مذاکراتو په اړه د افغان حکومت ځينې وروستۍ څرګندونې له حقیقته لرې بللې او غوښتنه يې کړې چې د مذاکراتو په درشل کې دې له 'پاروونکو' خبرو ډډه وکړي.

حکومتي پلاوی

د عکس سرچینه، facebook/.AbdullahAbdullah

په خبرپاڼه کې د ولسمشر محمد اشرف غني هغو څرګندونو ته اشاره شوې چې څلور سوه خوشې کېدوونکي طالب بندیان يې نړۍ ته خطرناک بللي دي.

وسله والو طالبانو نن شنبه (زمري ۲۵/ اګست ۱۵) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دوی د هېڅ بهرني هېواد لپاره ګواښ نه وو او نه به وي.

طالبان دا خبره د ولسمشر غني تر هغو څرګندونو دوه ورځې وروسته کوي چې تېره پنجشنبې يې په امریکا کې یوه فکري مرکز ته په یوه وېډيويي کنفرانس کې کړې وې.

ښاغلي غني ویلي وو چې د څلور سوه پاتې طالب بندیانو په خوشي کولو سره د سولې یوه لویه برخه بيه پرې کوي او په خبره يې داسې هېڅ ضمانت نشته چې خوشي شوي طالبان دې پر امنیتي ګواښ بدل نه شي.

"اوس موږ د دغې بيې یوه لویه برخه پرې کړې او دا مانا لري چې سوله به پایلې هم ولري، د خطرناکو مجرمانو او د نشه‌يي توکو قاچاقیانو خوشي کول ښايي موږ، امریکا او نړۍ ته خطر پېښ کړي."

اوس طالبانو دا خبره رد کړې او دا یې د 'پروپاګند' په مرسته د نړيوالو 'پارونه' بللې ده.

د یادولو ده چې وړمه ورځ له څرخي پله زندانه اتیا طالب بندیان خوشي شول چې د افغانستان د ملي امنیت شورا په خبره، دا د هغو پاتې څلورو سوو طالب بندیانو له ډلې دي چې مشورتي لویې جرګې يې د خلاصون پرېکړه کړې وه.

د افغانستان د ملي امنیت شورا په خبره، له څرخي پله زندانه يې وړمه ورځ اتیا طالب بندیان خوشي کړل چې د څلورو سوو پاتې طالب بندیانو له ډلې دي.

د عکس سرچینه، ONSCAFGHANCOPYRIGHT

د عکس تشریح، د افغانستان د ملي امنیت شورا په خبره، له څرخي پله زندانه يې وړمه ورځ اتیا طالب بندیان خوشي کړل چې د څلورو سوو پاتې طالب بندیانو له ډلې دي.

په قطر کې د امریکا او طالبانو تر منځ د هوکړې له مخې د بین الافغاني مذاکراتو د پېلولو لپاره د طالبانو یو مهم شرط همدا و چې شاوخوا پنځه زره طالب بندیان خوشي شي. تر اوسه د څه باندې څلورنیم زرو طالب بندیانو د خوشي کېدو پخلی شوی او شاوخوا څلور سوه نور پاتې وو.

مخکې افغان حکومت ویلي وو چې دغه څلور سوه طالب بندیان لويې جرمي دوسیې لري او د خوشي کولو پرېکړه يې ولسمشر نشي کولی. هماغه و چې مشورتي لویه جرګه راوبلل شوه، جرګه والو د بندیانو د خوشي کولو سپارښتنه وکړه او ولسمشر غني يې د خلاصون امر لاسلیک کړ.

که څه هم له هماغه راهیسې یوازې اتیا طالب بندیان خوشي شوي دي او مالومه نه ده چې پاتې زندانیان به کله خوشي شي خو ولسمشر غني او جرګه والو له طالبانو غوښتي چې باید ثابته کړي، خوشي شوي طالبان به بېرته د جګړې ډګر ته نه ورګرځي.

د دواړو لورو تر منځ دا وړ څرګندونې داسې مهال کېږي چې د جرګې تر پرېکړې وروسته بین الافغاني مذاکراتو پېلېدو ته د خلکو سترګې او هیلې دي. په پام کې ده دغه مذاکرات د قطر په دوحه کې ترسره شي.

په همدې حال کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې چارسمبالي وزیر حنیف اتمر د قطر دولت د صدراعظم مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمان الثاني سره پر ټلیفون خبرې کړې دي او هغه ته يې د لويې جرګې د پرېکړو، د بندیانو د خوشي کولو، له طالبانو سره د افغان حکومت د خبرو او ځینو نورو مسلو په اړه د افغان حکومت د اقداماتو په هکله مالومات ورکړي دي.