تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
'سږني حج موسم کې سعودي مېشتي شاوخوا لس زره کسان برخه اخستی شي'
سعودي چارواکي وايي د کورونا وېروس له امله سږ کال حج مراسم ډېر محدود ترسره کېږي او شاوخوا لس زره کسان به په کې برخه واخلي.
د سعودي عرب د حج وزیر محمد صالح په یوه خبري غونډه کې وویل د سږ کال د حج مراسمو ګډونوال به دده په وینا له '' لس زرو نه زیاتېږي، بلکې شونې ده چې له لس زرو لږ کم او یا لږ زیات وي. ''
ښاغلي صالح زیاته کړه چې له سعودي بهر له نورو هېوادونو مسلمانان د سږ کال په حج مراسمو کې ګډون نه شي کولی او د ده په وینا دې برخه کې هیڅ استثنا نشته.
نوموړي ټېنګار وکړ چې ''د حج مراسمو پرمهال به د ټولنیز واټن ساتل اړین وي او ټول هغه معیارونه به عملي کیږي چې د د دې هېواد د روغتیا وزارت له خوا ټاکل شوي دي. ''
د دغه هېواد د روغتیا وزیر توفیق الربیعه چې د حج له وزیر سره ګډه خبرې غونډه کې يې د سږ کال لپاره د حج مراسمو پلان په اړه خبرې کولې وویل ''راتلونکو حج مراسمو کې هغه کسان برخه اخستلی شي چې عمرونه یې له ۶۵ کلونو کم او کومه مزمنه ناروغي ونه لري. ''
له دې وړاندې د سعودي حکومتي خبري اژانس په یوه رپوټ کې ویل شوي وو چې یوازې هغه ډېر محدود بهرنیان سږني حج مراسمو کې برخه اخستی شي چې دا مهال په دغه هېواد کې اوسېږي.
دا اژانس د سعودي د حج او عمرې وزارت له خولې لیکي:
"د نړۍ له ۱۸۰ ډېرو هېوادونو کې د کورونا وېروس خپرېدو ته په پام سعودي کې د نورو هېوادونو محدودو خلکو ته د حج چانس ور کول کېږي".
سعودي د کورونا وېروس د نه خپرېدو لپاره له دې مخکې عمره هم ځنډولې وه.
اټکل کېده چې سږ کال به د حج مراسمو کې د نړۍ له لر او بره شاوخوا دوه ملیونه مسلمانان برخه واخلي.
خو لا هم دا وېره شته چې ممکن د کورونا له وېرې ټول حج لغو شي.
د سعودي له اعلان مخکې انډونیزیا، سېنګاپور او مالیزیا سږ کال خپل وګړي حج ته له تلو منع کړي دي.
حج د اسلام پنځمه ستن یا بنا ده او په ټول عمر کې یو ځل په هر هغه مسلمان فرض دی، چې روغ او وس یې ولري.
سعودي عربستان کې شاوخوا یو لک ۱۶ زره کسان په کورونا وېروس اخته شوي او څه باندې ۱۳ سوه کسان ترې مړه شوي دي.
دغه هېواد د یکشنبې په ورځ ټولبندیز یا کرنتین ختم کړ او کاروبار پرانیستلو ته اجازه ور کړل شوه، خو لا هم نړیوال سفرونه بند دي.