تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
سعودي له مسلمانانو غوښتي چې د حج لپاره دې لا پلان نه جوړوي
د سعودي عربستان حکومت د نړۍ له مسلمانانو غوښتنه کړې ده چې سږ کال د حج مراسمو لپاره دې لا پلان نه جوړوي او ټکټونه یا نور څه دې نه اخلي. د دې هېواد د حج وزارت چارواکي وایي، دوی لا هم د کورونا وېروس وضعیت په اړه اندېښمن دي، نو ځکه دې خلک لا شرکتونو سره خبرې نه کوي.
ټاکل شوې وه چې سږ کال کابو دوه میلیونه مسلمانان په جولای او اګست میاشتو کې د حج مراسمو لپاره سعودي ته لاړ شي.
سعودي چاروکو وار د مخه د کورونا وېروس مخنیوي په موخه د عمرې سهولت بند کړی دی. حکومت همدا راز مکې او مدینې ښارونو او همدا راز پلازمېنې ریاض ته د خلکو پر ننوتلو بندیز لګولی.
په ټول سعودي کې تر دې دمه څه باندې یو نیم زر کسان په کورونا وېروس اخته شوي دي، او لس تنه ترې مړه شوي هم دي.
د سعودي د حج وزارت چارواکي وایي، دوی د حج او عمرې مراسمو لپاره په بشپړه توګه چمتو دي، خو د کورونا وېروس نړیوالې وبا له کبله غواړي چې مسلمانان خوندي و اوسي.
چارواکي وایي، د ټولې نړۍ له مسلمانانو یې غوښتنه کړې چې د وضعیت مالومېدو پورې دې له شرکتونو سره خپل قراردادونه نه بشپړوي.
یو شمېر هغه کسان چې سعودي ته د عمرې لپاره تللي وو دا مهال په هوټلونو کې قرنطین دي.
د یاد هېواد د حج او عامې روغتیا وزارتونه د دې خلکو پاملرنه کوي، خو تر اوسه ورته د تلو اجازه نه ده ورکړل شوې.
چارواکي همدا راز وایي، هغو کسانو ته به بېرته پیسې ورکوي چې د عمرې ویزه یې اخیستې وه، خو د کورونا وېروس له کبله یې ونشو کړای چې عمره وکړي.