خلیلزاد او د قطر استازي کابل کې له افغان چارواکو سره کتلي

د عکس سرچینه، ARG
افغان ولسمشر محمد اشرف غني نن چارشنبه ارګ کې د افغان سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره کتلي دي. په دې کتنه کې د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله او پخوانی ولسمشر حامد کرزی هم موجود وو.
د ارګ په اعلامیه کې راغلي، ولسمشر غني په کتنه کې د سولې لپاره د عملي ګامونو د پورته کیدو غوښتنه کړيده، اعلامیه وایي، افغان او امریکايي چارواکو د دې تر څنګ د اورکم او نا اعلان شوي اوربند د دوام پر څرنګوالي او د افغانستان د سولې لپاره د نړیوالې ټولنې او ګاونډیو هیوادونو پر ژمنو هم خبرې کړیدي.
تر دې دمه کوم لوري لا د سولې بهیر د راتلونکي ګامونو کره والي په اړه لازم څه نه دي ویلي خو داسې راپورونه شته چې پاکستان، افغانستان، قطر او امریکا د افغانانو تر منځ د خپل منځي خبرو د نیټې او ځای په اړه په سلا مشورو بوخت دي.
په دې لړ کې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې او د شخړو د اوارولو لپاره د منځګړيتوب په برخه کې د قطر بهرنیو چارو وزير ځانګړي استازي مطلق بن ماجد القحطاني هم په کابل کې له بېلابېلو افغان چارواکو سره په لیدو کاتو بوخت دی.
د افغانستان ملي امنیت شورا له لوري په یوه ټویټر پیغام کې ویل شوي، 'د ملي امنیت سلاکار حمد الله محب د قطر استازي مطلق بن ماجد القحطاني سره ولیدل او د افغان سولې بهیر په اړه ورسره وغږید. '
په پیغام کې د ښاغلي القحطاني له قوله ویل شوي، قطرد افغان سولې د خبرو سملاسي ملاتړ کوي او که غوښتنه ترې وشي هېواد یې د دې خبرو کوربتوب لپاره چمتو دی. '
ښاغلي القحطاني همدا راز پرون چارشنبه د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپروست حنیف اتمر سره هم کتلي او د سولې پر موضوع ورسره غږېدلی.

د عکس سرچینه، MOFA
کابل ته د زلمي خلیلزاد له سفره یوه ورځ وړاندې د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه سې شبنه ( مۍ ۹ ) کابل کې له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره وکتل. د ارګ په اعلامیه کې راغلي وو چې دواړو مشرانو د افغان سولې په اړه خبرې وکړې.
اعلامیه کې زیاته شوې وه چې: "په دغه کتنه کې د سولې پروسې، له دغې پروسې څخه د پاکستان د ملاتړ او په دې اړه هم بحث او خبرې وشوې چې د دواړو هیوادونو خاوره به د یو او بل پرضد نه کارول کېږي ".
همدا څو ورځې وړاندې په افغان حکومت کې یوې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي بي بي سي ته وویل، د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د خبرو لومړی پړاو به په راتلونکو څو ورځو کې قطر کې پیل شي. دغه سرچینه وايي له هغه مخکې به یو زیات شمېر طالب بندیان خوشې شي.
ویل کېږي چې په افغانستان کې دننه په سیاسي ناستو کې په راتلونکو ورځو کې د حکومت او طالبانو ترمنځ د خبرو د پیل بحثونه هم تاوده دي.








