د افغانستان څلور سیمې د "ساتل شویو ځایونو" په توګه ونومول شوې

د افغانستان د چاپیریال ساتنې ملي ادارې د دغه هېواد څلور سیمې د ساتل شویو سیمو په توګه ونومولې. په ختیځ کې د نورستان ځنګلونه، د غزني د ناور دښته، د کندوز د امام صاحب او د تخار درقد ولسوالۍ هغه سیمې دي چې د ساتل شویو سیمو او د وحشي ژویو د لرونکو ځایونو په توګه نومول شوې دي.

د دغه غورواي اسناد نن یکشنبه د ولسمشر محمد اشرف غني له خوا لاسلیک شول. تر دی مخکی د بامیانو بند امیر او د بخشان واخان سیمه د افغانستان د ملي پارکونو په نامه یاد شوي دي.

د افغانستان د د چاپیریال ساتنې ادارې چاروکي وایي، یادې سیمې د ملي او نړیوالو کارپوهانو تر ارزونې وروسته د ساتل شویو سیمو په توګه غوره شوې دي.

د چارواکو د دغه پریکړې له مخې، د نورستان ځنګلونه د ملي پارک او د وحشی ژویو د لرونکو سیمی په توګه، د غزني د ناور دښته د اوبه ایزو او مهاجرو مرغانو د شتون د سیمې په توګه ، د تخار درقد د وحشي ژویو او مرغانو د لرونکې سیمې په توګه او د کندوز امام صاحب ولسوالۍ د بېلابېلو بوټو د زېرمې لرونکې سیمې په توګه غوره شوې دي.

د چاپیریال ساتنې ملي ادارې د طبیعي زېرمو د څانګې مشر جلال الدین ناصري وایي، دغه سیمې په دې نومونو د چاپيریال ساتنې د قانون او نړیوالو معیارونو پر بنسټ غوره شوې.

ښاغلی ناصري وایي، دغه پرېکړه به د یادو سیمو د امنیتي وضعیت د ښه کېدو سره هم مرسته وکړي. نوموړي بي بي سي ته وویل:

"د ساتل شویو سیمو یو عمده بحث هم په همدې کې دی چې موږ د محلي خلکو نقش پکې تعریفوو او دا خپله د امنیت په راوستلو کې موثر واقع کیږي او زمینه دې ته برابروي چې هېوادوال او سیلانیان دلته ډېر راشی".

ښاغلی ناصري وایي، په افغانستان کی د چاپيریال د وضعیت د ښه کولو لپاره د راتلونکو پنځو کلونو لپاره ۳۰ ملیونه ډالره ځانګړي شوي.

تر دې مخکې د چاپيریال ساتنې ادارې د بامیان ولایت د بند امیر او د بدخشان واخان سیمې د ساتل شویو ځایونو په توګه اعلان کړې وې.

د بامیان بند امیر د افغانستان لومړنی او د بدخشان واخان دویم ملي پارک بلل شوي دي.

خو چارواکي وایي، افغانستان کې نا امنۍ تراوسه د چاپيریال ساتنې او ګرځندوی صنعت په وړاندې اصلي خنډونه دي.