کورونا وېروس: نړۍ کې ۳ میلیونه مثبتې پېښې؛ چین د ناسمو مالوماتو شریکولو تور رد کړ

د عکس سرچینه، Reuters
په ټوله نړۍ کې د کورونا وېروس د مثبتو پېښو شمېر ۳ میلیونو ته رسېدلی دی. د جان هاپکنز پوهنتون د شمېرو له مخې په ټوله نړۍ کې د مړینو شمېر له ۲۰۷ زرو اوښتی دی.
د اروپا په ځینو هېوادونو کې حکومتونو د محدودیتونو نرمولو اعلان کړی او ژوند ګام په ګام بېرته عادي حالت ته ستنېږي.
بریتانیا کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې شاوخوا ۳۶۰ کسان له کورونا وېروس مړه شوي دي. په دې هېواد کې تر دې دمه د ټولو مړو شمېر څه باندې ۲۱ زره کسانو ته رسېدلی دی.
د بریتانیا لومړي وزیر بوریس جانسن له کوویډ-۱۹ له رغیدو وروسته په خپل دفتر کې د کار په لومړۍ ورځ خبریالانو ته وویل چې هېواد یې د کورونا ویروس له لوړ خطر سره مخامخ دی.
هغه خلک وهڅول چې د لګول شویو محدودیتونو په وړاندې زغم له لاسه ورنکړي.
ښاغلي جانسن وویل، دا نه شي منلی چې د خلکو هڅې او قربانۍ دې له پامه ورغورځوي او په نږدې راتلونکې کې دې لګول شوي بندیزونه نرم کړي.
بل لور ته د بریتانیا د عدلې وزیر ویلي د کورونا وېروسو ناروغۍ له امله ۱۵ زندانیان او د زندانونو کارکوونکي مړه شوي دي.
د ایټالیا حکومت اعلان کړی چې د می میاشتې له ۴مې نېټې به د کورونا وېروس ضد لګول شوي محدودیتونه نرموي.

د عکس سرچینه، EPA
له دې نرمښت سره به پارکونه، فابریکې او ساختماني کارونه بېرته پیل شي، او همدا راز خلک به اجازه ولري چې په لږ شمېر کې د خپلو خپلوانو لیدو ته لاړ شي.
ایټالیا کې د اروپا په کچه تر ټولو ډېر کسان له کورونا وېروس مړه شوي، چې شمېر یې له ۲۶ نیم زرو اوښتی.
خو د یکشبنې پر ورځ یوازې ۲۶۰ مړینې ثبت شوې وې، چې د مارچ میاشتې له ۱۴مې نېټې راهیسې د ورځنیو مړینو تر ټولو کم شمېر دی.
په جرمني کې خلکو د حکومت له پرېکړې سره سم له کوره بهر د ماسکونو اغوستل پیل کړي. اوس په دې هېواد کې په ترانسپورټ او دوکانونو او مغازو کې د ماسک اغوستل لازمي شوي دي.
په جرمني کې د کورونا وېروس بحران د ځینو نورو اروپایي هېوادونو په څېر جدي نه دی او تر دې دمه ۵۷۵۰ کسان ترې مړه شوي دي.
د افغانستان ګاونډ کې وضعیت:
د ایران د عامې روغتیا وزارت د دوشنبې پر ورځ اعلان وکړ چې دې هېواد کې د کورونا وېروس د مثبتو پېښو شمېر ۹۱ زره کسانو ته رسېدلی دی.
یاد وزارت همدا راز ویلي، په ټول ایران کې تر دې دمه څه باندې ۵ زره او ۸ سوه کسان له کورونا وېروس مړه شوي دي.
په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په ایران کې ۹۹۱ تازه پېښې رامخې ته شوې دي، او ۹۶ کسان له کورونا وېروس مړه شوي دي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د افغانستان په شمالي ګاونډي تاجکستان کې چارواکو ویلي ۳۱۹ کسانو د سږو د التهاب له امله روغتون ته مراجعه کړې چې له دې ډلې ۱۳۶ تنه یې روغتیايي کارکوونکی دي.
د تاچکستان حکومتي چارواکي وايي تر اوسه په دې هېواد کې هیڅوک پر کوویډ-۱۹ ناروغۍ نه دي اخته شوي خو د سږو د التهاب او سختې تبې له امله د څو کسانو مړېنې په دغه هېواد کې د کورونا وېروس په اړه اندېښنې زیاتې کړي دي.
ځینې څارونکي د حکومتي سرچینو له خوا وړاندې شویو شمېرو ته د شک په سترګه ګوري.
چین: ناسم مالومات مو نه دي شریک کړي:
او له څو اونیو بندیز ورورسته د چین په څو لویو ښارونو کې یو شمېر ښوونځي بېرته پرانیستل شوي دي.
بل لور ته د چین د بهرنیو چارو وزارت هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې چین د کورونا وېروس په اړه له نورو هېوادونو او سازمانونو سره ناسم معلومات شریک کړي دي.
د امریکا او بریتانیا د ملي امنیت ادارې په دې نظر دي چې چین د کوویډ-۱۹ ناروغۍ له امله د مړو شمېر لکه د تېر په څېر کم ښيي.
خو د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند ژېنګ شوانګ په دې اړه وویل:
"زه په ټینګار سره وایم چې چین د هر فر او یا بنسټ له خوا د ناسمو معلوماتو خپرولو پرضد دی. چین قرباني دی، نه د ناسمو معلوماتو سرچینه "








