جاپانیان ولې ځانونه په ټوکر کې تړي؟

پارچه‌پیچ

د عکس سرچینه، Kyoko proportion

که په تنګ ځای کې پاتې کېدل مو زړه تنګوي، غوره ده ویې نه لولئ.

"اوتونوماکي" چې ژباړه یې "بوډاګان په ټوکر کې تړل" دي. یوه جاپانۍ روغتیايي روده ده چې د بندونو او عضلو د وچېدلو له امله پیدا شوې ستونزې کموي.

اوتوناماکي نظریه د اوهیناماکي په نوم له بلې درملي رودې اخیستل شوې، چې د نوزېږو د فزیکي ودې سره مرسته کوي او په هغه کې هم نوزېږي په ورته ډول په ټوکر کې تړي.

خو د لویانو هر ځل تړل شل دقیقې وي.

پپ1

د عکس سرچینه، Kyoko proportion

د عکس تشریح، سپینه نرۍ ټوټه چې سا پکې اخیستل کېدلی شي، پکې ځان تړل ممکن دي.
پپ2

د عکس سرچینه، Kyoko proportion

د عکس تشریح، هر ځل تړل شل دقیقې وي.
پپ3

د عکس سرچینه، Kyoko proportion

د عکس تشریح، د تړلو موخه دا ده چې انسان ارام او بدن یې نرم شي.

د کیوکو پروپورشن په نوم د اوتوناماکي د یوه شرکت غړې اوري ماتسویو وايي. "اوتوناماکي د دې لپاره رامنځ ته شوه، چې ځینې میندې پلرونه اندېښمن وو، بچیان به یې په ټوټه کې په تړل کېدلو سره ممکن له ستونزې سره مخ او لا به یې هم سا لنډه(کلاستروفوبیک) شي".

کوم کسان چې کلاستروفوبي لري، له تنګ او نري ځای سخت وېرېږي.

مېرمن ماتسویو وايي: "موږ فکر وکړ، که لویان هم د نوزېږو په شان په ټوټه کې وتړل شي، وبه پوهېږي چې دا تجربه څومره ښه احساس لري".

د مشتریانو غبرګون ته په کتو په ډاډ ویلی شي، چې اوتوناماکي بریالۍ تجربه ده.

۴۰ کلنه کیوکو پروپورشن وايي، "په ښکاره خو تنګ او زړه تنګی ځای ښکاري، خو اصلاً په تنګ ځای کې اوسېدل نه زبادوي او یو کس ته اپوټه احساس ور کوي. له تجربې وروسته مې فکر وکړ چې اوږې او ملا مې ښه شوي دي".

بله مشتري وايي: " ښه احساس مې درلود، ان خوب یووړم. غاړه او نرۍ ملا مې ارام شول. غواړم خاوند مې هم دا کار زده کړي".

خو ټول خلک هم باوري نه دي.

یوه نېټ کارن داسې ټوېټ کړی دی "ډېر د کرکې وړ دی". بل کارن هم د فېلم له یوې بدې صحنې سره ورته بللی دی.

ساساکی

د عکس سرچینه، Twitter/@hideyuki_sasaki

د عکس تشریح، دغه کارن په خپل ټوېټ کې دا تړل د فېلم له بدې صحنې سره ورته بللي دي.

بشپړ طب؟

د نوبکو واتانابه په نوم مشهورې جاپانۍ رنځپالې(نرسې) اوتونوماکي وپنځاوه. نوموړې د هغه ځانګړي ملاتړوني(کمربند) پنځوونکې هم ده چې میندې یې په جاپان کې کاروي.

دا مساج(چاپي) تر ډېره مېرمنو پورې تړلی. ځینې مشتریان یې د نورو مساجونو او فیزیوتراپي بشپړ ځایناستی بولي.

کیوکو پروپورشن

د عکس سرچینه، Kyoko proportion

د عکس تشریح، کیڼ له اوتونوماکي مخکې او ښی وروسته

د مېرمن ماتسویو په خبره، اوتوناکامي سره ورنونه، پښې او اوږې نرمېږي.

هغې بي بي سي ته وویل: "په یو وخت پر اوږو او پښو په زور راوړلو سره بدن سمېږي او په ملا او بندونو کې د درد احسان له منځه ځي. ځینې مشتریان له زېږون وروسته د لګن خاصره د رغولو او یا د پرانتزي پښو د درملنې لپاره موږ ته راځي".

دغه شرکت خپله درملنه د ۲۰۱۵ کال په لومړیو کې خلکو ته ور وپېژنده او له هغه راهیسې ۷۰ کسانو له دې لارې اتوناماکي کړې ده.

د دې رودې عامېدل به وخت غواړي.

د فوکوموتو عامه روغتون مشر شیمپي فوکو موتو وايي، "ما د اوتوناماکي په هکله څه نه دي اورېدلي او نه مې تجربه کړې ده. پوهېږم هغوی څه کار کوي، خو دا دودیزه فیزیوتراپي نه ده".

ځینې کسان دا هم وايي، چې اوتوناماکي د سترس یا ډار ضد هم ده او له تجربې یې ورته اغېز موندلی دی.

خو د هالمارک فیزیوتراپي روغتون لوی فیزیو تراپ ډاګتر ویسواناتان وايي: "دا درملي لار نه بولم. په هغه ډول چې دوی خلک په ټوټو کې تړي، په اوږدمهال کې بندونه زیانمنولی شي. که یو کس تر نیم ساعت پورې په دغسې حالت کې تړلی وي په داډ ویلی شم چې ملاتیر به یې ستونزه پیدا کړي".