تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
غني: عبدالله د اساسي قانون بدلول غواړي؛ د امریکا مرستو کمېدل به کوم اغېز ونلري
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د هېواد د سیاسي کړکېچ په تړاو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلامیې او د واشنګټن لخوا د مرستو کمولو اعلان په غبرګون کې ویلي، حکومت د سیاسي بحران حل ته چمتو دی، خو عبدالله عبدالله د افغانستان د اساسي قانون بدلول غواړي، او دا کار یوازې د اساسي قانون لویه جرګه کولی شي.
د ولسمشر غني دا خبرې له هغه وروسته دي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر افغانستان کې د روان سیاسي کړکېچ د اورولو لپاره پرون کابل کې له نوموړي او عبدالله عبدالله سره ولیدل.
له دې کتنو وروسته د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې افغان سیاسي مشران په خپلمنځي اختلاف ختمولو کې پاتې راغلي او امریکا له همدې کبله افغانستان سره سږ کال یو میلیارد ډالره مرستې کموي.
خو ولسمشر غني نن سې شنبه ولس ته په خپله وینا کې وویل، پرون یې له ښاغلي عبدالله سره په دې اړه خبرې وکړې او هغه ته یې یو ځل بیا د سولې بهیر کې د کلیدي رول او ملاتړو ته یې په کابینه کې د پوستونو وړاندیز وکړ. نوموړي زیاته کړه:
"ښاغلی عبدالله د اساسي قانون بدلول غواړي، او هغه هم په یوه شپه کې. دی د داسې جوړښت او تشکیلاتو غوښتونکی دی چې له اساسي قانون موادو سره بشپړ ټکر لري او زه له هغه میکانیزم څخه بېرون چې په خپله قانون یې وړاندوېینه کړې د هېڅ فرد او ډلې په غوښتنه د قانون د بدلون واک نه لرم."
د پومپیو سفر ته د عبدالله غبرګون:
پخواني اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله هم پرون کابل کې د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر مایک پمپیو سره کتلي وو.
ښاغلي عبدالله نن سې شنبه د دې کتنې په اړه پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي، افغانستان ته د ښاغلي پمپیو سفر یو ښه فرصت و، خو له دې سفره د اوسني کړکېچ د حل لپاره له بده مرغه سمه ګټه وانخیستل شوه.
نوموړي دا هم لیکلي چې، ښاغلي پمپیو د افغان سیاسي مشرانو ترمنځ د کړکېچ د سملاسي حل د جدي اړتیا په تړاو د امریکا پیغام راوړی و، د ستونزو حل په خبرو کې دی. ښاغلي عبدالله ټینګار کړی چې اوسنی سیاسي کړکېچ د خبرو له لارې حل کېدلی شي.
ولسمشر غني هم سې شنبه خپل ویډیویي پیغام کې وویل، چې د هرې معقولې غوښتنې لپاره چې د اساسي قانون مواد پکې نقض نه شي د خبرو لار پرانیستې او د اساسي قانون تغییر د اساسي قانون د لویې جرګې صلاحیت دی.
نوموړي دا هم وویل چې د ټول اړخیز حکومت جوړولو لپاره یې ژمنه په ځای ده، چې د ده په خبره ټول سیاسي، سمتي، قومي، مذهبي او جنسیتي اړخونه به پکې وي، او دی له خپلو مرستیالانو او ځانګړي استازي سره پر دې کار کوي.
هغه دا هم وویل، چې افغانستان کې سمتي او ډله ییز حکومتونه ناکام دي او ناکامو تجربو پسې نه ځي.
د امریکایي مرستو کمېدل:
ولسمشر غني خپلو خبرو کې د امریکا د مرستو کمولو ته هم اشاره وکړه او ویې ویل:ر"امریکا د مرستو بندولو پرېکړه کړې، زه یې د بې درېغه مرستو مننه کوم چې له افغان ملت او دولت سره یې کړې دي."
ولسمشر غني ډاډ ورکړ چې حکومتونه تل د احتیاطي حالاتو لپاره پروګرام لري او افغان حکومت هم د ورته حالاتو لپاره وار له مخې پروګرام جوړ کړی و. نوموړي وویل، د امریکا د مرستو کمېدو جبران لپاره د ریاضتي بودیجې ټول اړخونه به مطالعه او ولس ته به ډاډ ورکړي.
ولسمشر غني زیاته کړه چې د امریکا د مرستو کمول به د حکومت پر مهمو برخو نېغ اغېز نه کوي او هڅه به وکړي چې په ریاضتي لارو او نورو بدیلو سرچینو سره دا تشه ډکه کړي.
هغه دا هم وویل چې امریکا دا مرستې کمې کړې نه دي، بلکې مشروطې کړې یې دي او افغان حکومت به هڅه وکړي چې د خبرو له لارې د امریکایي حکومت قناعت ترلاسه کړي.
له طالبانو د اوربند غوښتنه:
افغان ولسمشر محمد اشرف غني ولس ته خپله وینا کې د افغان سولې بهیر په اړه هم وغږېد، او پر طالبانو یې یو ځل بیا غږ وکړ چې اوربند اعلان کړي.
نوموړي وویل، طالبان دې د دیني عالمانو غږ ته لبیک ووایي او له کورونا وېروسه د خلکو د خلاصون لپاره دې اوربند وکړي.
ښاغلي غني وویل، هغه کسان چې د طالبانو تر کنترول لاندې سیمو کې ژوند کوي، هم د افغانستان وګړي دي او دی د ولسمشر په توګه ځان د دې خلکو د هوساینې او روغتیا مسئول ګني.
نوموړي زیاته کړه، "که فاجعه پېښه شي نو خدای او ملت شاهد دي چې مسئولیت به یې د طالبانو او د هغوی د بهرنیو ملاتړو پر غړه وي ".