تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
مایک پومپیو او ملا برادر دوحه کې پر خپلمنځي هوکړې او بندیانو غږېدلي
د امریکا د بهرنی چارو وزیر مایک پومپیو ویلي چې دوشنبه ماخوستن یې دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر له مشر ملا برادر او د هغه له ډلې سره کتلي دي.
طالب ویاند سهیل شاهین هم پر خپله ټوېټر پاڼه د دې کتنې پخلی کړی او لیکلي یې دي چې دواړو خواو د خپلمنځي هوکړې پر پلي کولو او د بندیانو پر خلاصون خبرې وکړې.
مایک پومپیو تېره شپه دوحه کې خبریالانو ته وویل، د افغانستان کې د تاوتریخوالي د کمولو په تړاو یې طالبانو ته سپینه خبره کړې او ورته یې ویلي چې امریکا دې برخه کې څه تمه لري.
ښاغلي پومپیو وویل، امریکا او طالبان په همغږۍ د یو بل کړنې ګوري او طالبان هم باید د بندیانو د خلاصون موضوع کې خپله برخه کار وکړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه، طالبان تر دې دمه له امریکا سره خپلمنځي هوکړې ته ژمن دي او د دې هوکړې له لاسلیکېدو راهیسې یې پر امریکایي ځواکونو برید نه دی کړی.
د هغه په وینا، طالبانو تاوتریخوالی هم تر ډېره کم کړی دی او بین الافغاني مذاکراتو ته د خپل پلاوي پر لېږلو هم کار کوي.
ښاغلي پومپیو وویل، د افغان سولې بهیر کې به حتماً خنډونه وي، خو د طالبانو په ګډون دا د ټولو ښکېلو غاړو مسئولیت دی چې افغانستان پرمخ بوځي.
مایک پومپیو ټینګار وکړ چې په تېرو دوه میاشتو کې د افغان سولې بهیر کې شوی پرمختګ بېسار دی او هیله یې وښوده چې دا بهیر به پر مخ ولاړ شي.
د یوې پوښتنې په ځواب کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ټینګار وکړ چې امریکا به د افغان امنیتي ځواکونو دفاع کوي، ځکه امریکا د دې ځواکونو سمبالولو لپاره د سر او مال قرباني ورکړې ده.
ښاغلی پومپیو دوشنبه کابل کې له افغان ولسمشر محمد اشرف غني او پخواني اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله سره له کتنو وروسته دوحې ته تللی و.
په کابل کې ښاغلي پومپیو هڅه وکړه چې د ولسمشر غني او ښاغلي عبدالله ترمنځ روان سیاسي کړکېچ هوار کړي، خو دې هڅه کې بریالی نشو.
وروسته د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې د افغان سیاسي مشرانو د همدې اختلاف او غیر مسئولانه کړنو له کبله امریکا سږ کال له افغان حکومت سره یو میلیارد ډالره مالي مرسته کموي.
دوحه کې خبریالانو د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو نه پوښتنه وکړه چې دا مرستې به په کومو برخو کې کمېږي او اغېز به یې څه وي.
نوموړي په دې اړه له جزئیاتو ورکولو ډډه وکړه، خو ټینګار یې وکړ چې که افغان مشران یو ټولشموله حکومت جوړ کړي نو خبره به دې ته نه رسېږي چې امریکا خپلې مرستې کمې کړي.
د امریکا او طالبانو خپلمنځي هوکړه کې د طالبانو تبادله او د بین الافغاني خبرو پیلېدل دوه مهم ټکي دي.
طالبان ټینګار کوي چې له بین الافغاني خبرو مخکې باید د دوی پنځه زره بندیان خوشي شي، خو افغان حکومت وایي چې د بندیانو له خوشي کېدو مخکې باید تاوتریخوالی کم شي.
د امریکا حکومت بیا بیا ویلي چې د بندیانو د خلاصون وخت را رسېدلی او افغان حکومت او طالبان دې ژر تر ژره خپلمنځي خبرو ته سره کېني.