تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
افغان سوله؛ داسې خبرې غواړو چې پایله یې ریښتونې سوله وي
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د افغانستان په هکله د اسیا زړه- استانبول بهیر اتمه ناسته کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې الیس وېلز سره پر سوله او سیمه ییز پیوستون خبرې وکړې.
د افغانستان په هکله د اسیا زړه- استانبول بهیر اتمه ناسته ترکیه کې وه چې افغان او ترک ولسمشرانو هم ورته خبرې وکړې.
دې دوه ورځنۍ ناسته کې پر افغان ولسمشر سربېره ترک ولسمشر او د دې ناستې د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو او لوړپوړو چارواکو ګډون درلود.
د ارګ د بیان له مخې ولسمشر غني له الیس وېلز سره د سولې اوه ماده ییز پلان ته په اشارې وویل، سوله د افغان حکومت مهم لومړیتوب او د افغانانو بنسټیزه غوښتنه ده.
د هغه په خبره، افغان حکومت د سولې د داسې خبرو په هڅه کې دی چې پایله یې په ریښتوني ډول د جنګ پای ته رسېدل او تلپاتې سوله وي.
مېرمن الیس ویلز دې خبرو کې وویل، متحده ایالتونه د تلپاتې سولې لپاره د افغان حکومت او خلکو سره دي او په دې برخه کې هر ډول همکاریو ته چمتو دي
له بلې خوا ارګ وايي، افغان ولسمشر د ایران بهرنیو چارو وزیر سره هم پر اقتصادي همکارۍ او د سولې پر خبرو وغږېد:
ولسمشر غني له جواد ظریف سره دې خبرو کې سوله خپل لومړیتوب یې بللی او ویلي یې دي افغانستان کې سوله او ټیکاو د ایران او نړۍ په ګټه دی.
د ارګ خبرپاڼه زیاتوي، د ایران د بهرنیو چارو وزیر ویلي، باور دی چې افغان حکومت باید د سولې راتلونکو خبرو کې مرکزي رول ولري.
هغه دا هم ویلي، چې د افغانستان ټولې لاسته راوړنې باید خوندي شي، جګړه ختمه او سوله ټینګه شي.
غونډې ته د غني وینا
ولسمشر غني د استانبول غونډې ته وینا کې دا ناسته د ترک ولسمشر رجب طیب اردوغان نوښت وباله او له نوموړي او نورو هغو هېوادونو یې مننه وکړه چې د دې ناستې کوربتوب یې کړی دی.
هغه دا هم وویل، چې افغانستان کې د ۴۰ کلونو جګړې سره سره افغانان راتلونکي ته هیله من دي.
ولسمشر غني د افغانستان لپاره د دې لسیزې مهم ګواښونه، "ترهګري، د نشه يي توکو سوداګري او قاچاق، جنایت او وسلوال سیاسي مخالفان" وبلل، چې په وینا یې ملي او له ملت بهر اړخونه لري.
له طالبانو سره د سولې په هکله یې د ازبکستان، چین، روسیې او سعودي د هڅو ستاینه وکړه او د دوی رول یې مهم وباله.
نوموړي هیله وښوده چې دا هڅې به له طالبانو سره د مخامخ خبرو او اوربند سبب شي.
وسلوالو طالبانو څو ځلې له امریکا سره پر افغان سوله خبرې کړې، خو افغان حکومت په رسمیت نه پېژني او اوربند او له حکومت سره نېغو خبرو ته نه دي تیار شوي.
د اردوغان خبرې
دې ناسته کې ترک ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل، باید له افغان ولس او حکومت سره مرستې او ملاتړ له بل هر وخت ډېر شي:
"په هره بیه باید د افغان سولې ملاتړ او ګډې هڅې وشي، چې افغانستان کې ترهګرې ډلې له منځه لاړې شي او دغه هېواد کې لویو سیمه ییزو پروژو پلي کولو او خصوصي پانګونې ته لار برابره شي".
هغه دا هم وویل، چې استانبول بهیر د سولې او همکارۍ پراختیا لپاره بنسټيز چوکاټ دی او د ټولو موخه باید دا وي چې له دې لارې سیمه ییزې ستونزې او ننګونې حل شي.
د اسیا زړه- استانبول بهیر
له اتو ډېر کلونه کېږي چې د اسیا زړه کلنۍ ناسته کېږي. د دې ناستې لومړنۍ غونډه استانبول ښار کې وه، ځکه استانبول بهیر یادېږي.
نورې ناستې یې قراقستان، چین، پاکستان، هند او اذربایجان کې شوې دي او ټاکلې ده راتلونکې غونډه یې تاجکستان کې وشي.
د پاکستان، هند، ایران، سعودي او چین په ګډون د سیمې څوارلس هېوادونه د دې ناستې اصلي غړي او ۱۷ نور هېوادونه او ۱۴ د سیمې او له سیمې بهر ټولنې یې څارونکي غړي دي.
د پرونۍ دوه ورځنۍ ناستې اصلي بېلبڼه یا موضوع سوله، ګډون او پراختیا وه.