تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
نوي ډيلي کې "مذهبي تاوتریخوالی": ۲۰ کسان وژل شوي
د هند پلازمېنه ډیلي کې د هندوانو او مسلمانانو ترمنځ په وسله وال اړدوړ کې لږترلږه شل کسان وژل شوي او ۲۰۰ نور ټپیان شوي دي. په دې لړ کې د مسلمانانو دوو جوماتونو ته اور هم اچول شوی دی.
دا اړدوړ له تېرو درېیو ورځو راهیسې روان دی، چې قهرېدلي هندوان د مسلمانانو پر کورونو او هټیو بریدونه کوي.
دا په نوي ډیلي کې له لسیزو وروسته خونړۍ ترینګلتیا ده.
لومړی اړدوړ د یکشنبې په ورځ د هندي تابعیت په تړاو د لانجمن قانون په اړه د پلویانو او مخالفانو ترمنځ پیل شو.
د ډیلي یوه اعلی وزیر اروینډ کیجریوال وضعیت "د خطر زنګ" بللی او غوښتنه یې دا ده چې د ترینګلتیا مخنیوي لپاره "وسله وال ځواکونه لاس پکار شي."
اوس څه روان دي؟
د تازه ترینګلتیا له پیلېدا راهیسې، د مسلمان مېشتو سیمو (د ډیلي شمال ختیځ ماجپور، مصطفی اباد، جعفراباد او شیو ویهار) وضعیت ترینګلی ښکاري.
لویې لارې نیمه بندې ښکاري. په سیمه کې د بي بي سي خبریالان وايي، پر سړکونو ډبرې او ماتې ښیښې پرتې دي، ځینو ګاډو ته اور اچول شوی دی او له ځینو سوځول شویو ودانیو د اور لوګي پورته کېږي.
د بي بي سي هندي برخې خبریال فیصل محمد وايي، یو جومات یې ولید چې د اور لمبې ترې پورته کېدې او د قرآن شریف ځینې پاڼې پر ځمکه پرتې وې.
د تېرو ورځو حال
د هند په پلازمېنه نوي ډيلي کې د تابعیت د جنجالي قانون پر ضد وروستیو احتجاجونو او تاوتریخوالي کې لږ تر لږه ۱۳ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.
د دې قانون له تصویب راهیسې دا یې پر ضد تر ټولو خونړي احتجاجونه دي، او په داسې وخت کې را پارېدلي چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ هند ته په رسمي سفر تللی.
په وژل شویو کسانو کې یو پولیس افسر او ګڼ ولسي وګړي دي، او وېره شته چې وضعیت به لا پسې ترینګلی شي.
یوه تازه اندېښنه دا هم ده چې وروستی تاوتریخوالی مذهبي رنګ لري، او د نوي ډیلي ځینو مسلمان مېشتو سیمو کې ځایي خلک له هغو سخت دریځه هندو لاریونانوالو سره نښتي چې د دې قانون ملاتړ کوي.
خو په هند کې د مسلمانانو ترڅنګ د نورو مذهبونو ګڼ شمېر خلک هم د دې قانون پر ضد را پورته شوي.
د دې قانون له مخې به هند د یو شمېر هېوادونو غیر مسلمانو وګړو ته طابعیت ورکوي، خو مخالفین یې وایي، دا په اصل کې د هندي مسلمانانو د ګوښه کولو یوه هڅه ده.
د نوي ډيلي په شمال ختیځ کې د بي بي سي خبریال وایي، په سیمه کې ګڼ شمېر پولیس شته، خو بیا هم د قانون مخالفین او پلویان پر یو بل د کاڼو وارونه کوي.
په سیمه کې ګڼ موټر هم سوځول شوي، او رپوټونه وایي یو شمېر ودانیو ته هم زیان اوښتی.
خبریالان وایي، د دې وروستي تاوتریخوالي وخت د لومړي وزیر نرېندرا مودي لپاره د شرم لامل شوی، ځکه دی د امریکایي ولسمشر ډونلډ ټرمپ په کوربتوب بوخت دی.
عیني شاهدان وایي، د پلازمېنې نوي ډيلي جعفر اباد او چاند باغ سیمې داسې ښکاري لکه د جګړې ډګر چې وي.
په سیمه کې د اورګاډي ځینې تمځایونه تړل شوي او پولیس د خلکو پېژندپاڼې ګوري او بیا د تګ اجازه ورکوي.