هند: د تابعیت ناندریز قانون پر ضد احتجاجونه روان دي

د هند کولکته ښار کې د دغه هېواد تابعیت ناندریز قانون پر ضد دویمه ورځ هم احتجاجونه روان وو. د دغه نوي قانون له مخې له دریو ګاونډیو هېوادونو چې مسلمانان پکې اکثریت دي، هند ته هغه ورغلي کډوال، چې ثابته کړي، دوی هلته ځورول شوي، د دغه هېواد تابعیت ترلاسه کولای شي.

د شنبې پر ورځ د لویدیځ بنګال په دغه مرکزي ښار کې احتجاجیانو لویې لارې وتړلې او پر ریل ګاډو او تم ځایونو یې بریدونه وکړل. روانه اونۍ د شمال ختیځ ایالت اسام مرکزي ښار ګوهاټۍ کې هم له هغه وروسته پر ګرځېدو راګرځېدو بندیز ولګېد چې په تاوتریخوالي کې دوه کسان ووژل شول.

احتجاج کوونکو ویلي، د شنبې پر ماسپښین به له ګرځبندیزه سرغړاوی وکړي. برتانیا، امریکا او اسټرالیا خپلو خلکو ته خبرداری ورکړی چې د هند شمال ختیځ ته له سفر کولو ډډه وکړي او که هلته ځي، باید 'احتیاط وکړي. '

د هند په لر او بر کې د دغه قانون پر ضد احتجاجونه شوي دي. په پلازمېنه نوي ډیلي کې هم د هغو احتجاجیانو او بلوا ضد پولیسو تر منځ اخ و ډب شوی، چې ډېری یې محصلین او زده کوونکي وو.

د بي بي سي پریانکا ډوبې په خپل رپوټ کې وايي، پولیسو د احتجاج کوونکو خپرولو لپاره اوښکې بهونکی ګاز کارولی او د پلازمېنې پر سړکونو د تاوتریخوالي څرګندې صحنې لیدل شوې دي.

په سویلي کرناټک او کېرالا ایالتونو کې هم د احتجاجیانو لاریونونه لیدل شوي، چې په نسبې ډول یې شمېر لږ و. د بنګال اعلی وزیره ممتا بنرجي د دغه قانون مخالفت کوي او وايي نه یې عملي کوي.

مېرمن بنرجي راتلونکې اونۍ د نورو لاریونونو غوښتنه هم کړې. د پنجاب، کېرالا، مدهیه پردېش او چتیس ګړ ایالتونو اعلی وزیرانو هم ویلي، دوی به دغه قانون پلي نه کړي.

د تابعیت دغه ترمیمي قانوني مسوده چې د 'سي اي بي ' په مخفف نامه یاديږي او روانه اونۍ تصویب شوه، هغو غیر مسلمانانو ته د هندي تابعیت حق ورکوي چې د خپلې مذهبي عقیدې پر بنسټ له ځورول کېدو د ځان ژغورنې لپاره هند ته تښتېدلي دي.

دغه قانون د هندوانو تر څنګ عیسویانو، بدایانو، سیکانو، جین مذهبه او پارسیانو ته هم دا حق ورکوي. که په غیر قانوني توګه هند ته ورغلي غیر مسلمان ثابته کړې چې له همدې دریو هېوادونو نه له یوه هند ته تللي دي، د هندي تابعیت تر لاسه کولو حق مومي.

د هند په لر او بر کې د مسلمانانو د حقونو فعالان او یو اپوزیسیون ګوند تور پورې کوي چې دا د لومړي وزیر نرېندرا مودي د 'هندو توا ' یا هندو ملتپالنې اجنډا برخه ده چې په وینا یې غواړي مسلمانان څنډې ته کړي.

خو ښاغلی مودي دغه تورونه ردوي او وايي، مسلمانان مذهبي لږکۍ نه دي او د هند لخوا خوندیتوب ته اړتیا نه لري.

پر دغه قانون اعتراض کوونکي وايي، که یې هدف رښتیا د لږکیو خوندیتوب وي، باید د پاکستان احمدیانو په څېر مسلمان لږکیو ته هم دا حق ورکړل شي. دوی دغه راز وايي، دغه قانون د هند سیکولر اساسي قانون هغه اصول تر پښو لاندې کوي چې د ټولو هندیانو خلاف مذهبي تبعیض منع کوي.

د انډین یونین مسلم لیګ په نامه سیاسي ګوند د هېواد له سترې محکمې په یوه عریضه کې غوښتي چې دغه طرح غیر قانوني اعلان کړي.

په عریضه کې استدلال شوی چې دغه مسوده د مساوات، بنسټیزو حقونو او ژوند د حق له مادو سره په ټکر کې دی.

بل لور ته د قاضیانو، ژورنالیستانو، وکیلانو او فلمي ستورو په شمول نژدې اووه سووه مشهورو هندي شخصیتونو هغه پرېکړه لیک لاسلیک کړی چې 'په څرګنده ' دغه مسوده غندي.