تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
فرانسې ته مسلمانان کله لاړل او څه ستونزې لري؟
- Author, ارمان مستوفي
- دنده, خبریال
څلور کاله مخکې په اروپا کې فرانسه د خونړیو بریدونو ډګر وه. یوه ډله بریدګرو چې ځان یې د "اسلامي دولت" غړي بالل د "الله اکبر" ویلو سره یې د پاریس شمال ته د ۸۰ زره کسانو پر سټیدیم برید وکړ.
هغه هم په داسې مهال چې د فرانسې او جرمني ملي لوبډلو خپلمنځي لوبه لرله او له نندارچیانو ډک و.
د هغه وخت ولسمشر فرانسوا اولاند هم نندارچي و، خو بریدګر سټیډیم ته ننوتلو کې پاتې راغلل او واسکټونو ته یې بهر چاودنې ور کړې.
په همغو شېبو کې د بریدګرو بلې ډلې هم پاریس کې پر هوټل او خوړنځي او بتکلان کنسرټ تالار باندې برید سره ۱۳۰ کسان ووژل او لسګونه نور یې سخت ټپي کړل.
دا تر ټولو خونړي بریدونه و چې فرانسه کې د "اسلامي دولت" په نوم وشول، خو وروستي او لومړني نه و.
فرانسه کې اول ځل پر ولسي ځایونو برید نژدې ۴۰ کاله مخکې یا پر ۱۳۵۹ کال د ایران د پخواني او وروستي شاهي لومړي وزیر پر استوګنځي یوې اسلامي ډلې وکړ چې دوه پولیس او د شاه پور بختیار یو ګاونډی پکې ووژل او دوه نور ټپي شول.
له هغه وروسته او د تېرو څلورو کلونو تر بریدونو پورې فرانسه کې ۱۹ نور بریدونه هم شوي چې طنزیه اونیزه "چارلي ابدو" باندې برید کې ۱۱ کسان ووژل شول.
فرانسه کې د تېرو څلورو کلونو بریدونو سره تراوسه ۱۴ نور بریدونه د اسلامي ډلو اړوند بلل شوي چې پکې ۸۶ کسان ووژل او ۴۵۸ ژوبل شول.
دا ډول بریدونو د فرانسې د مسلمانانو او نامسلمانانو اړیکو خرابولو او "اسلام وېرولو" ته هم لمن وهلې ده.
اسلام د فرانسې دویم ستر دین
فرانسه کې د مسلمانانو سلنه کره مالومه نه ده. د فرانسې قانون له خلکو د دین په هکله پوښتنه منع کړې ده او دین د هر کس شخصي او خصوصي مسله بولي، ځکه سرشمېرنه، ښوونځي، کاري چاپېریال او یا بل هر ځای د چا د دین پوښتنه نه کېږي.
خو نارسمي شمېري ښيي چې د فرانسې مسلمان وګړي اوه میلیون یا د ټولو وګړو لس سلنه جوړوي، خو پر دې شمېر فرانسه کې استوګن بهرني مسلمانان او بې قانونه مسلمان کډوال هم باید ور زیات شي.
له لومړۍ نړیوالې جګړې سره فرانسې ته د مسلمانانو پښه هم ازاده شوه. فرانسه چې د افریقا شمال او شمال لوېدیځ کې یې د مسلمانانو ځمکې ولکه کړې وې، له جرمني سره د جګړې لپاره د خپلو ډېرو ځوانانو د لېږلو له امله کارځواک له کمښت سره مخ شوه او دې ستونزې ته ذ ځواب لپاره یې له خپلو ښکېلاکمېنو د کارګرو او سربازانو په نوم یو لک دوه دېرش زره ځوانان هېواد ته راوستل.
د جګړې پای ته رسېدو سره له دوی ځینې خپلو هېوادونو ته ستانه شول او نورو ان خپل خپلوان هم فرانسې ته راوستل.
له دویمې نړیوالې جګړې وروسته هم د هېواد د بیارغونې لپاره د فرانسې حکومت په ۱۹۵۰ او ۱۹۶۰ کلونو کې د خپلو پخوانیو ښکېلاکمېنو وګړو ته ور پرانیست چې تر ډېره د افریقا د شمال مسلمانان وو.
په نتیجه کې د فرانسې مسلمان وګړي ژر ډېر شول. د مسلمانانو او اروپایانو ترمنځ د زېږون مسله کې توپیر هم د مسلمان وګړ وده کې مرسته وکړه. د ۲۰۱۸ کال یوه سرشمېرنه ښيي چې فرانسه کې مسلمانه ۳،۵ بچیان لري، خو نامسلمانه بیا ۱،۸ بچي لري.
فرانسه کې د مسلمانانو زیاتېدو سره پاریس کې لومړنی جومات نژدې ۸۳ کاله مخکې یا ۱۳۰۵ لمریز کال کې جوړ شو. اوس له کاتولیک وروسته اسلام د فرانسې دویم ستر دین دی.
له اروپايي ټولنې بېلتون
د ایټالیايي، روسي، اسپانیايي او ختیځې اروپا د کډوالو خلاف چې له دویم نسل وروسته د فرانسې ټولنه کې ویلې شول، د مسلمانو کډوالو لویه برخه فرانسه کې له اوږدمهالي شتون سره سره د دې هېواد اروپايي ټولنه کې حل نه شول.
نن فرانسه کې یوه ستونزه همدا قامپالنه یا هم قومي ټولنو کې د مسلمانو کډوالو د ډلو پاتېدل دي.
دا قامي بېلتون یا ښايي پر خپل قامي هویت ساتلو ټینګار د دې سبب شوی چې د مسلمانانو ډلې له یو بل سره یو ځای او د پاریس، مارسي، لیون، ټولوز اولیل ښارونو په څنډو کې اکثریت دي او د فرانسې له اروپايي ټلونې بېل دي.
ځینې مسلمانې ټولنې خپلو استوګنځیو کې د اسلامي شریعت د پلي کولو هڅه کوي. دغو سیمو کې ډېری قصابۍ حلاله غوښه پلوري.
ډېری مسلمانې حجاب اغوندي. هوټلونه او نور پلورنځي شراب نه پلوري او ښوونځیو کې د خوګ غوښه نه کارېږي.
ځینې اسلامپال د نارینه وو او ښځو د ډنډونو یا لمباځیو بېلول هم غواړي او د دې لپاره کله کله د بورکیني هڅه هم کوي، په دې مانا چې له اسلامي حجاب سره ښځې ډنډونو ته ځي، خو فرانسه کې د روغتیايي دلیلونو له امله له جامو سره ډنډ ته تلل منع دي او چارواکي اړ وي چې ډنډ بند کړي.
د مسلمانانو له سیمو سره ټوله ورځ داسې ځوانان هم لیدل کېږي چې د دېوالونو څنګ ته ناست وي. دا ځوانان چې ان دریم او څلورم نسل یې دی له خبرو او حرکتونو اسانه پېژندل کېږي.
دغو سیمو کې بېکاري او لوټماري خورا لوړه کچه لري. فرانسه کې د بېکاري کچه ۹ سلنه ده، خو دغو سیمو کې بېکاري ۲۷ سلنه ده او ۴۳ سلنه خلک یې د بې وزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي.
لاکورنو ولسوالي چې ډېری وګړي یې مسلمانان دي فرانسه کې د لوټمارۍ او جرم ترټولو لوړه درجه لري.
فرانسه کې د ټولنپوهنې د یوه استاد فرهاد خسروخاور د څېړنې له مخې فرانسه کې له ۶۰ تر ۷۰ سلني بندیان مسلمانان دي. دې حالت درېیو ډلو ته د کارولو مناسب چاپېریال برابر کړی دی.
- اول: توندلاري مسلمانان په اسانه دې ځوانانو ته تبلیغ کولی شي او د ددوی ناکامي له اسلام سره د لوېدیځوالو پر دوښمني ور اچوي. د فرانسې بندونه وروستیو کلونو کې د توندلارو اسلامي ډلو لپاره د وسلوالو په پیدا کولو بدل شوي دي.
- دویم: چپي ګوندونه په تېره چپي توندلاري چې د مسلمانانو د غوښتنو ملاتړ کوي او رایه یې خپلوي. د ۲۰۱۷ کال ټاکنو کې ۳۷ سلنه مسلمانانو چپي توندلاري نوماند ژان لوک ملانشن ته رایه ور کړه.
- دریم: ښي توندلاري ګوندونه په تېره د مارین لوپن په مشرۍ ملي یووالی یا پخوانۍ ملي جبهه ښي او چپ دودیز ګوندونه او د فرانسې د تېرو ۳۰ کلونو حکومتونه د دې وضعیت لامل بولي او وايي، که حکومتونه کډوالو ته ور نه پرانیستلی، نن به دا ستونزې نه وې.
د ښي توندلارو د دې استدلال سم یا ناسم نه تېرېدو سره دا تبلیغ او نورې مسلې هغه څه دي چې د لوپن کورنۍ ګوند یې د فرانسې دویم یا هم ښايي اول ګوند ته پورته کړی وي.
د ۲۰۱۷ کال ولسمشرۍ ټاکنو کې مارین لوپن له امانول مکرونه سره دویم پړاو ته لار وموندله. د اروپايي پارلمان درې کاله مخکې ټاکنو کې هم د مارین لوپن په مشرۍ ملي یووالي ګوند د امانویل مکرونه له ګوند یو سلنه ډېرې رایې ترلاسه کړې.