تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
امریکا د ښځو فوټبال نړیوال جام اتله شوه
د امریکا د ښځو د فوټبال نړیوال جام سیالیو په پایلوبه کې د یکشنبې پر ورځ هالنډ ته دوه پر صفر ماتې ورکولو سره دغه سیالۍ وګټلې او د خپلې اتلولۍ دفاع یې وکړه. دا رېکارډ څلورم ځل دی چې د امریکا د ښځو فوټبال لوبډله د نړیوال جام اتله کېږي.
د فرانسې په لیون ښار کې د لوبې په لومړۍ نیمایي کې دواړو لوبډلو ښه لوبه وکړه، خو امریکا په دویمه نیمایي کې دوه ګولونه وکړل او جام یې خپل کړ.
د هالنډ لوبډله، چې د اروپا اتله هم ده، د دویم ځل لپاره د نړیوال جام سیالیو پایلوبې ته وتلې وه.
خو د امریکا لوبډله په تېرو پرلپسې نړیوال جام سیالیو کې پایلوبې ته ووځي او دا مهال د ښځینه فوټبال تر ټولو پیاوړې لوبډله بلل کېږي.
امریکا ښځینه فوټبال لوبډلې تر دې وړاندې په ۱۹۹۱ کال، ۱۹۹۹ کال او همدا راز په ۲۰۱۵ کال کې هم د فوټبال نړیوال جام سیالۍ ګټلې وې.
په دغو سیالیو کې ټولټال د ۲۴ هېوادونو ښځینه فوټبال لوبډلو ګډون کړی و. امریکا په دې سیالیو کې تر ټولو ښه وځلېده او د ټورنامنټ په ترڅ کې یې تر ټولو ډېر ۲۶ ګولونه وکړل.
که څه هم د ۴ کاله وړاندې پرتله دا ځل د امریکا لوبډله له ګڼو پیاوړو ښځینه لوبډلو سره مخامخ وه، خو په ځینو لوبو کې د امریکا برلاسي بیخي جوته وه.
امریکا په خپله لومړۍ لوبه کې تایلنډ ده ۱۳ پر صفر ماتې ورکړه، چې د ښځینه فوټبال نړیوال جام سیالیو کې یو رېکارډ دی.
د لومړي پړاو په نورو سیالیو کې امریکا چیلي او سویډن ته هم ماتې ورکړه.
خو په نورو پړاوونو کې یې د اسپانیې، فرانسې او انګلنډ په څېر پیاوړو لوبډلو نه هم خپلې لوبې وګټلې.