د اوباما او هېلري کلنټن کورونه ته چاودېدونکي توکي استول شوي

اوباما

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، کارپوهان وایي، استول شویو پارسلونو کې پایپي بمونه وو

د امریکا استخباراتو چارواکو ویلي، د پخواني ولسمشر بارک اوباما او د بهرنیو چارو د پخوانۍ وزیرې هېلري کلنټن کورونو ته چاودېدونکي توکي وراستول شوي دي.

په باروتو سمبال دا الې د هغو تخنیکي کسانو لاس ته ورغلې چې د پخواني ولسمشر کور ته ورتلونکي پوستي پارسلونه تلاشي کوي.

د نیویارک ګورنر انډریو کومو هم منلې چې یوه چاودېدونکې اله په منهاټن سیمه کې د هغه دفتر ته هم ور استول شوې.

د سي ای اې پخواني مشر جان برېنن هم ورته یوه اله د پوست له لارې ترلاسه کړې.

همدا رنګه په نیویارک کې د ټایم وارنر ودانۍ ته هم یوه مشکوکه اله ورلېږل شوې.

رپوټونو کې د ځینو کارپوهانو له خولې ویل شوي چې دا الې په اصل کې پایپي بمونه دي.

ټرمپ

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ولسمشر ټرمپ وایي، د پخواني چارواکو امنیت ورته لومړیتوب لري

د سي اېن اېن خبري شبکې مرکز هم په همدې ودانۍ کې دی، او پرون د امنیتي کسانو لخوا اړ ایستل شوه چې خپله ټوله امله له دفتره بهر وباسي.

بله خوا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د چارشنبې ماسپښین خبریالانو ته وویل، د پخوانيو حکومتي چارواکو امنیت د ده لپاره لومړیتوب لري.

نوموړي زیاته کړه چې اېف بي ای او اسختباراتي ادارې د دغو مشکوکو پارسلونو او الو پلټنه کوي، او د دې ټولې قضیې په اړه په فدرالي کچه پلټڼې پیل شوې دي.

ولسمشر ټرمپ ټینګار وکړ چې په دې قضیه کې ښکېل کسان به نیسي او محاکمه کوي به یې.

هغه پر امریکایي ولس غږ وکړ چې، د ده په وینا، په دې سخته شېبه کې یو موټی و اوسي.

بله خوا د نیویارک د پولیسو مشر ویلي، د دې لپاره چې دا ډول چاودېدونکي توکي نورو پتو ته ونه لېږل شي، دوی اړین احتیاطي تدابیر نیولي دي.